نظــر

د مولوي عبد الرقیب ترور د چا له خوا؟ او د څه لپاره؟ – توریالی زمرک

 که څه هم چې په عام ډول اوسنی سیاست مخ او څټ، تور او سپین، دوست او دښمن نه لري، هر څه د ارزښتونو او معنویاتو پر ځای د ګټو، حالاتو او شرایطو پر محور را څرخېږي، د سهار یاران د ماښام دښمنان شي، د ماښام دښمنان د سهار یاران شي، خو د مولوي عبد الرقیب ترور داسې یوه پېچلې لوبه شوه چې سړی یې په آسانۍ سره تل ته نشي رسېدی، مولوي عبد الرقیب چې د طالبانو د تېر حکومت پر مهال د مهاجرینو وزیر و، څو ورځې وړاندې د پاکستان په پېښور ښار کې د نا څرګندو کسانو له خوا ووژل شو.

 له وژل کېدو سره سم، او په ډېره بېړه رسنۍ خبرې شوې، طالبانو د نوموړي وژل د ځان په زیان، او د خپل دښمن کار وګڼلو، د هغه په وژل کېدو یې ژور خپګان څرګند کړ! او د نوموړي کورنۍ او خپلوانو ته یې د تسلیت پیغام وړاندې کړ. له دې نه داسې معلومېده چې دا کار به کېدای شي د کابل استخباراتو چې حزبیان او کمونیستان ښه په خوند پکې ځای په ځای شوي دي، څوک چې د ترورونو پخه تجربه او زړه سابقه لري، کړی وي. مګر د حیرانتیا ځای دا شو چې کرزي نوموړی له استاذ رباني سره په یو کتار کې ودرولو، د سولې د شهید لقب یې ور کړ! او سمدستي یې خپلې پلرنۍ ادیرې ته په حکومتي چورلکو کې نقل کړ! د نوموړي د جنازې د لمانځه سعادت او برکت هم د کرزي حکومت حاصل کړ! د برکت او سعادت تر څنګ یې تر یو ځایه د سیاسي ګټو تر لاسه کولو هڅې هم وکړې!

 د مولوي عبد الرقیب له وژنې سره ځینو تړلو پېښو ته که ژوره پاملرنه وشي، څو ټکي تر سترګو کېږي:

۱ – د مولوي عبد الرقیب د وژنې خبر تر ټولو لومړی معتصم اغاجان چې ویل کېږي مولوي عبد الرقیب یې د لارې ملګری و، رسنیو ته ور کړ! د پوښتنې او اندېښنې ځای دا دی چې معتصم څه ډول او د چا له خوا دومره په بېړه خبر شو! او بیا ښاغلي معتصم د څه لپاره دومره په بېړه رسنۍ خبرې کړې! او پر هغه باندي د مکر او تمساح ژړاوې پیل کړې، په ننۍ نړۍ کې د سیاست معمول دا دی چې هېڅ سیاسي ګوند او یا حکومت د خپل یو مهم کس د وژلو خبر دومره په بېړه له رسنیو سره نه شریکوي! کم تر کمه دوه درې ورځې ځان اخوا دیخوا کوي،  له هغه وروسته نوموړی خبر لومړی له غیر رسمي لوریو نه خپروي، بیا وروسته یې دوی تصدیقوي او یا یې تکذیبوي!

 دلته دوه خبرې دي، یا دا چې معتصم غریب د سیاست په الف با لا نه پوهېږي، او یا دا چې په دې هر څه پوهېږي، خو دا کار یې د یو ترتیب شوي او برابر شوي، او ده ته ور سپارل شوي  پروګرام له مخې کړی، او داسې ښکاري چې دا دوهمه خبره به پخه وي.

د ځینو موثقو معلوماتو له مخې مولوي عبد الرقیب د پېښور ښار په بورډ سیمه کې په مدرسه کې په تدریس بوخت و، چې زنګ ورته راغلی، او ورته ویل شوي چې پلاني ځای ته راشه، نوموړی سمدستي تدریس درولی، او له مدرسې راوتلی دی، له کوم بل کس سره په موټر سایکل سپور شوی، لږ چې تللي دي، په لاره کې یوازې دی وژل شوی!

 دلته بیا یو ځل شک پیدا کېږي چې معتصم ته چا دومره زر حال ور کړ، چې مولوي عبد الرقیب ووژل شو! داسې خو به نه وي چې لوبه مخکې له مخکې ترتیب شوې وي؟

۲ – بله خبره داده چې کرزي څرنګه دومره په بېړه چورلکې را مرش کړي، د مولوي عبد الرقیب په مرمیو سوری جسد یې د هغه تر پلرنۍ هدیرې پورې بدرګه کړ! هلته یې جنازه هم حکومتي چارواکو وکړه! او سمدستي د ښاغلي استاذ رباني په کتار کې و درول شو! د سولې د شهید میډال یې پر سینه ور وټومبل شو!

 کرزي دومره بیړنی او مرتب ګام څه ډول او د څه لپاره پورته کړ؟ داسې خو به نه وي چې د لوبې د تار  یو سر دې د کرزي په لاس کې وي او بل یې د معتصم په لاس کې؟!

۳ – ځینې معلومات داسې دي چې په دې وروستیو کې د مولوي عبد الرقیب او معتصم تر منځ اوبه خړې شوې وې، مولوي عبد الرقیب غوښتل معتصم اغاجان بېرته د طالبانو دربار ته راولي، خو معتصم نه ده ورسره منلې! له همدې کبله ویل کېږي چې د معتصم اغاجان د دوبۍ په وروستۍ ناسته کې مولوي عبد الرقیب ګډون نه درلود، په دې معنی چې نور یې له معتصم سره په مخه ښه کړې وه!

 که داسې نه وای مولوی عبد الرقیب څه ډول پاکستان ته راتلو؟ که نوموړی په رښتیا له معتصم اغاجان او کرزي سره اوس هم په لوبه کې شریک وای نو څه ډول یې د کرزي په خبره د سولې د دښمنانو کور ته پناه ور وړوله! ولې یې د معتصم په څېر کابل، یا ترکیې او یا هم دوبۍ او سعودي ته مخه نه کوله ؟!!! د معتصم  آغاجان د کراچۍ ترخه تجربه خو د نوموړي مخې ته ښکاره پرته وه! بیا هم که ده دا کار کولو، کرزي او معتصم ولې دېته پرېښودو! آیا دوی په دې نه پوهېدل چې د سولې د دښمنانو غېږې ته د خپل دومره مهم ملګري ور اچول به څه پایلې ولري؟ او یا دا چې دوی دواړو غوښتل د ښاغلي مولوي عبد الرقیب په سر قمار ووهي! هغه د چرسي خبره هرې چېرې چې یې زمونږ یار یې! که ژوندی وې هم زمونږ یار یې او که مړ شوې هم زمونږ یار یې! ګرځه چېرته چې دې ښه هلته دې شپه!

۴ – که مولوي عبد الرقیب اوس هم له معتصم سره همنظره وای، د کرزي او د هغه د انډیوالانو خواخوږی وای، طالبانو ولې نوموړی خپل کس وګڼلو، او د شهادت په لقب یې و نازولو؟ په داسې حال کې چې معتصم اغاجان یې له خپل صف څخه څو کاله وړاندې رټلی، او اوس هم نوموړی او غونډې یې تر کرزي پورې تړي، او د دوی په اصطلاح د یرغلګرو په ګټه یې بولي!

 دلته دوه ټکي برېښې، یا دا چې طالبانو دا کار له دې وجې وکړ تر څو په دوی پورې د نوموړي وژنه ور و نه تړل شي، او یا دا چې مولوي عبد الرقیب په حقیقت کې لکه څنګه چې ویل کېږي د کرزي او معتصم له لوبې نه ځان را ایستلی او بېرته له طالبانو سره یو ځای شوی و. او همدا نظر غوښن برېښي.

 ۵ – کېدای شي مولوي عبد الرقیب له دې وجې ویشتل شوی وي، چې ژوند یې د کرزي او معتصم اغاجان روانې لوبه ته ګواښ و، او هغه داسې چې له ډېر وخت راهیسې د مولوي عبد الرقیب نوم د معتصم او کرزي په لوبه کې اورېدل کېدو، اوس چې د کرزي او معتصم اغاجان د خېښۍ او نوې دوستۍ آوازې یو څه ګرمې شوې وې، تر دې چې کرزي د ستانکزي په مشرۍ دوبۍ ته یو د ریبارۍ پلاوی هم ور واستولو، او هغوی له مخکني ترتیب شوي پروګرام سره سم یوه مقدماتي غونډه ورته وکړه، چې مولوي عبد الرقیب نه و پکې. دا چې مولوي عبد الرقیب په داسې یو وخت کې له لوبې نه په شا کېږي چې نور د نکاح شپې او ورځې په نېږدې کېدو وې، یقینا چې هم کرزي او هم معتصم اغاجان ته به یې ګوزار دروند او مرګونی تمامېدو، له دې کبله به یې وړ بللې وي چې سړی له صحنې څخه یوې خوا ته کړي. او په دې توګه یې په یوه ډز دوه پختکې وویشتلې، یوه دا چې د خپلې لوبې د سمدستي او زر تر زره افشا کېدو مخه یې تر یو ځایه نیمه نیمګوره پرې ونیوله، که څه هم چې اوس کیسه تر کیسې تېره ده، او له بلې خوا یې یو ځل بیا د سولې له پاک او مظلوم نوم څخه د ځان په ګټه کار واخیست. له یوې خوا یې پاکستان ته یو ځل بیا د انتقاد ګوته لکه کړه، که څه هم چې پاکستان به په دې ډول لوبو کې په هېڅ ډول د کرزي او سي ای اې له یارانې څخه بې برخې نه وي، خو بیا هم په ښکاره خو ځان سپین باز بولي.

له بلې خوا یې افغان ولس، او خپله طالبانو ته دا ښودل غوښتل چې دا دي، پاکستان مو وژني، او زه مو دومره عزت او درناوی کوم، چې په مړینې په چورلکو کې چکرې در کوم! که ژوندي راته راشئ، په سر به مو ګرځوم! اوس نو تله ستاسو په لاس چې څه ډول پرېکړه کوئ! یقینا چې په دې توګه که ډېر نه وي، د لږو یا یو څو طالبانو په ذهن کې خو به دا خبره خامخا ور ګرځېدلې وي، چې سړیه دا کرزی لکه چې په رښتیا بزرګ دی، او سوری نه لري! له یوې خوا له امریکې سره د تړون پر سر ښکر په ښکر شو، او تر ننه یې پښې ورته خرلې دي، او له بل پلوه بیا له هغو افغانانو سره چې ور سره جنګېږي، دومره ښه رویه کوي!

خو خبر به نه وي، چې په حقیقت کې د مولوي عبد الرقیب ترور او بیا په چورلکو کې تر قبره رسول دواړه د یوه تار دوه سرونه کېدای شي! والله اعلم.

توریالی زمرک

======

د لیکوال نظر دی، د نن ټکی اسیا ادارې توافق ورسره ضرور نه دی. اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x