ګوډاګیانو ته ایله اوس استقلال وریاد شو

زخمي افغان

پر دوستم تور دی چې په خپل مرستیال احمد ایشچي یې جنسي تیری کړی دی،د ارګ د لومړي مرستیال په حیث د دوستم دې جنایت ټول واکمن رژیم ته بدنامي اړولې،واکمن رژیم لا څه چې د هغوی غربي ملاتړي امریکایان او ناټوخېل یې هم بې آبرو کړې دي، چې اوس یې له ډیرې غوسې دوستم خپل پخواني د جلاوطنۍ کور ترکیې ته شړلی دی.

په دې وروستیو کې دوستم له عطانور او محقق سره په ګډه ایتلافي جبهه جوړه کړه تر څو د اشرف غني په خلاف واحد موقف خپل کړي، امریکایان چې په اشرف غني بیخي مهربانه دي د دوستم د په شاتمبولو لپاره یې یو ځل بیا د ایشچي قضیه راپورته کړه.د امریکا سفیر او څو نورو غربي چارواکو وویل چې له دوستم سره باید قانوني چلند وشي او د خپل جرم سزا وویني.

د غربیانو دې موقف د امریکا پخواني ارکوڼي لکه عطانور، محقق او نور نه یوازې حیران بلکې له وارخطایي سره هم مخامخ کړل، تر دې چې ددوی د نوې اعلان شوې جبهې راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړ. د دوستم دغو نویو مؤتلفینو چې د ویلو لپاره بل څه نه و ورپاته، نو یې وویل چې د دوستم په قضیه کې د امریکا مداخله د افغانستان په استقلال تجاوز دی، د محقق د دا وړ خبرو په تعقیب نن د ولسي جرګې ځینو غړو چې معاشات یې د امریکا لخوا را روان دي ویلي چې د دوستم په قضیه کې مداخله د افغانستان د استقلال سره منافي عمل دی.

د محقق، دوستم او د جرګې د وکیلانو په شمول دغه کسان چې نن وایي امریکا د افغانستان استقلال ګواښي، ټول هغه کسان دي چې دا پنځلس کاله یې امریکا د خپل یرغل لپاره د وسیلو په حیث کاروي. همدغه دوستم و چې د یرغل په پیل کې د امریکایي استخباراتو د ( الفا) په نوم ټیم ورسره ملګری و او دی یې د یرغلیزي امریکایي جګړې لپاره کرایه کړی و. همدا عطا نور و چې د ( بریوو) په نوم د سي آي اې ټیم د طالبانو خلاف د جنګي نانځکې په شان کاراوه او ګري شرون ورته له پنجشیره د ډالرو بنډلونه لیږل.

دغه د ملت غداران او د غرب د یرغلیزې ټانګې کشوونکي چې تر پرونه یې د امریکا د پیشخدمتۍ لپاره له هیڅ ناروا مخ نه اړاوه او نه یې د افغانستان د استقلال، ځمکني تمامیت او ازادۍ نوم په خوله یاداوه مګر نن چې ددوی شخصي ګټې د امریکا لخوا ننګول کیږي نو بیا وایي چې هلئ! د وطن استقلال له خطر سره مخ دی.

دغو د استقلال سوداګرو ته به وریاد کړو چې پنځلس کاله مخکې امریکایانو ستاسو د مټو په زور د دې تاریخي هیواد ځمکه او فضاء اشغال کړه، دلته یې تر سل زره زیات پوځیان راوستل، د اولس د خپلواکۍ او ازادۍ غږ یې خاموش کړ، هیواد یې د سیمه ایزې جګړې په سنګر بدل کړ، د هیواد سیاسي، اقتصادي، نظامي او کلتوري چارې یې په خپل ګورت کې واخیستې. هغه مهال مو ولې د هیواد د استقلال خبره نه کوله؟؟؟

زموږ اولس چې دا هر څه یې په سترګو لیدلي، باید خپلې حافظي او یاداشتونه تاند وساتي، دوی ته باید د ملت مدافعان او د ملت غداران دواړه معلوم وي. دوی باید هغه افغان دښمنه او ګوډاګۍ څیرې وپیژني چې ملت یې د یوه ظالمانه اشغال په اور کې لولپه کړ او خپله یې ترې د ملیونونو ډالرو په حساب ګټه ترلاسه کړه.

دغه ګوډاګۍ څیرې چې اوس د استقلال خبرې کوي. باید په ځغرده ورته وویل شي چې د وطن استقلال تاسو ته ضرورت نه لري ځکه ګوډاګیان کله هم اولس او وطن ته استقلال نه شي راوړلای.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

2 تبصرې

  1. زخمی افغان صاحب په رشتیا همداسی ده کور دی ودان

  2. زخمی افغان وروره،
    کور دی آباد او بریالی اوسی. دغه لیکنه بیخی حقیقت ده. د نجیب د حکومت نه ورسته ددغو تولو جگرو مسوول همدغه غداران دی. دغه تول قومپرت فاشستان دی او په افغانستان کی هیچ وخت صلحه نه غواری. دوی باید تول محاکمه شی. وخت ته به انتظار باسو. خوشحاله اوسی، ستاسی ورور کاروان.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.