نړۍ

طالبانو د مسجد اقصی بندول غندلي او د اسلامي نړۍ څخه یې د یووالي غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مسلمانو په لومړۍ قبله مسجد اقصی کې پر لمانځه بندیز او د اسرائیلي عسکرو تیری غندلی دی او د اسلامي امت څخه یې د یووالي غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې «اسلامي امارت د افغانستان د مسلمان ملت په استازیتوب  د اسرائيلي اشغالګرو عسکرو دغه وحشت په تر ټولو سختو ټکو غندي، دنړۍ له مسلمانو هیوادونو څخه هم غوښتنه کوي چې د اسرائيلو دغه کړنه  محکومه کړي او دمخنیوي په لارو يې فکر وکړي.

په دې اړه اسلامي کنفراس او د اسلامي نړۍ نور نهادونه هم  مسئولیت لري چې خپل غږ اوچت او د ظالمانو د ظلم په مخنیوي کې له خپلو فلسطیني وروڼو سره  ودریږي. ».

باید وویل شي چې تر اوسه په دې اړه ګډحکومت او نه هم د بهرنیو چارو وزارت کومه خبرپاڼه خپره کړې او نه یې کوم غبرګون ښودلی دی، په داسي حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندي حتی د شمالي کوریا له لوري د بالستیک توغندیو ازموینه وغندله.

باید وویل شي چې نن دوهمه ده، چې مسلمانان مسجد اقصی ته نه دي ور خوشي شوي، او نه هم د مسلمانانو په دغه مقدس مسجد کې د اذان پورته کولو ته اجازه ورکړل شوې ده.

تېره ورځ د جمعې په سهار په مسجد اقصی کې دننه اسرائیلي عسکرو هغه درې تنه فلسطیني ځوانان ووژل چې پر اسرائیلي عسکرو یې برید کړی وو او دوه تنه یې وژلي وه، یو یې ټپي کړی وو.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه هم د قطر، کویت او اردن څخه علاوه هیڅ کوم مسلمان هیواد د اسرائیلي عسکرو دغه تیری نه دی غندلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x