نړۍ

ټرمپ وایی لس هیوادونه زمونږ د پوځي اډې کوربتوب ته تیار دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): د امریکا ولسمشر ټرمپ د لومړي ځل لپاره په قطر کې د امریکایي قرارګاه په اړه په صراحت سره خبرې کړې او ویلي دي چې په سیمه کې لس نور هیوادونه تیار منتظر دی چې مونږ د قطر څخه پوځي اډه نقل کړو او ددوی په هیوادونو کې يې جوړه کړو.

نوموړي د یوه تلویزون سره په مرکه کې وویل که چیري مونږ د قطر څخه وتلو ته مجبور شو، باور وکړئ، لس هیوادونه غواړي چې مونږ هلته ددوی په هیوادونو کې پوځي اډه جوړه کړو او ټول مالي مصرف به یې هم هغوی پر غاړه اخلي.

امریکا په کال ۲۰۰۲ کې د سعودي څخه خپله لویه پوځي اډه نقل کړه او په قطر کې یې جوړه کړه. دا پوځي اډه د منځني ختیځ په سطحه د امریکا تر ټولو لویه نظامي اډه بلل کیږي، چې له همدې ځایه یې د افغانستان او عراق جګړه رهبري کړه او اوس هم په عراق او سوریه کې له همدې ځایه عملیات رهبري کوي.

په قطر کې د امریکا په اډه کې شاوخوا ۱۱ زره امریکايي پوځونه میشت دي او هر نوعه پوځي وسایل او الوتکې لري.

پر قطر باندي د سعودي او امارات د سیاسي او اقتصادي بندیزونو وروسته ددغه پوځي اډې په اړه پوښتنې را پورته شوي چې ایا هغه به متاثره شي او کنه؟

ددې تر مخه د امریکا دفاع وزیر ویلي وه چې دوی اوس مهال د پوځې اډې انتقال ته اړتیا نه ویني، که ضرورت محسوس کړي، بدیل یې شته.

همداسي تېره ورځ ټرمپ وویل چې لس هیوادونه ددوی پوځي قرارګاه کوربتوب او مصارفو ورکولو ته لیواله دي، خو نوموړي د هغو هیوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

باید وویل شي چې د امریکا په اداره کې د ټرمپ، بهرنیو چارو وزارت او دفاع وزارت تر منځ د قطر او خلیجي شخړي په اړه اختلاف نظر موجود دی چې په اړه یې ټرمپ هم اعتراف وکړ او وې ویل چې زمونږ د ټولو هدف یو خو الفاظ او ویناوې مو بېلې دي.

ټرمپ د انتخاب تر مخه تل د سعودي او خلیجي هیوادونو په اړه ویل چې دوی باید امریکا ته مالیه ورکړي ځکه چې ددغه هیوادونو امنیت د امریکا په قوت خوندي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

هغه مملکتونه چه حکومتونه یی ظالم خودپرسته اودخپل ملت دحقوقوغوښتلوڅخه بیریږی اوخپله ملی اوکلتوری آزادی نه غواړی اوحکومت یی دپردیو کلتوراوشخصی ګټی غوښتونکۍ وی نودامریکااویانورواشغالګروپه ذریعه دخپل ځان حفاظت کوی،لکه دافغانستان ،مصر،سعودی اوداسی نور،دامریکاوهډی ته څه ضرورت سته چه زموږدکلتور،دین اوعنعناتو مخالف دی ،زموږپه ملکوکی فحاشی اوغیراسلامی اصولونه خپروی،دشخصی خواهشاتو زیاتوالۍ اودنیاپرستی یو لیونتوب دۍ خپله آزادی پخپله صلبوی دملت دقهر دبیری آزادانه پخپل ملک کی نسی ګرزیدای دخپل ټول ملت دنفرت آله وی،موږدی الله له دی ناروغۍ وساتی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x