
اقصی مسجد کې په اذان او لمانځه بندیز دوهمې ورځې ته وغځېد
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۶): اسرائیلو د مسلمانانو په لومړۍ قبله «اقصی مسجد» کې په اذان او لمانځه بندیز لګولی او نن دوهمه ورځ وه چې په دغه مسجد کې اذان او لمونځ نه دی ادا شوی.
د یهودو امنیتي ځواکونو د اقصی مسجد محاصره کړی، ټولې دروازې یې تړلي او هیڅ لمونځ کوونکی داخل ته نه ورپریږدي.
دا په تېرو ۴۸ کلونو کې اولنی ځل دی چې په نوموړي مسجد کې په اذان او لمانځه بندیز لګیږي.
د فلسطین د اوقافو وزارت ویلي چې په مسجد یې خپل کنټرول له لاسه ورکړی، اسرائیلي پولیسو د اقصی مسجد عمله شړلې او په مسجد کې یې د تالاشۍ په نامه هر څه په بل مخ اړولي.
نوموړی وزارت زیاتوي چې اسرائیلو د اقصی مسجد اړوند په ټولو سنبالوونکو دفترونو، روغتیايي مرکزونو، موزیم او کتابتون چاپه اچولې او هغه دروازې يې ټولې ماتې کړي چې قلفونه ورته پراته وو.
د وزارت په وینا د مسجد په حریم کې د یهودانو په لاس د تخریب، ویجاړۍ او ګډوډۍ فضا حاکمه ده.
د تېرې جمعې ورځې راهیسي سلګونه فلسطیني لمونځګذاران د مسلمانانو دغه سپیڅلي او مقدس مسجد ته د ورتګ هڅه کوي خو د یهودو د امنیتي ځواکونو لخوا یې مخه نیول کیږي.