نړۍ

شمالي وزيرستان: د پاکستاني طالبانو يو مشر عصمت الله شاهين و وژل شو

راپورونه وايي چې، د پاکستاني طالبانو لوپوړی مشر عصمت الله شاهين د نا معلومو وسلوالو لخوا وژل شوي دی. خبر زياتوي چې، عصمت الله شاهين له درې نورو ملګرو سره په موټر کې روان وه، چې د نامعلومو وسلوالو لخوا پرې ډزې وشوې او ځای پر ځای و وژل شو.

د وژل شويو څلور واړو کسانو مړي روغتون ته وړل شوي. سرچينې وايي چې، په وژل شويو کې يو تن عصمت الله شاهين دی او د درې نورو هويت لا نه دی معلوم.

پاکستاني طالبانو تر اوسه د عصمت الله شاهين د مرګ په اړه څه نه دي ويلي. د يادونې وړ ده چې، عصمت الله شاهين د حکيم الله محسود له مرګه وروسته د پاکستاني طالبانو لنډمهالی مشر وه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x