د نبي علیه السلام ځانګړې کرامات – لومړۍ برخه!

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

د بشریت دلړۍ ستر لارښود (محمد – صلی الله علیه واله وسلم) د زیاتو او سترو معجزو تر څنګ کرامات او خصوصیتونه هم درلوده، کوم چې نورو رسولانو (الهي استازو) ته الله پاک نه و ورکړي. له هغوی نه، ځیني تر نکاح او ځیني نور هغه یې تر نورې نبوي ژوند لارې تړاو لري. یاده لړۍ نوموتي عالم، شیخ (سراج الدين أبو حفص عمر) په یوه کتاب کې مفصله څېړلې. د کتاب نوم دی “غایة السول في خصآئص الرسول” . زه به هاغه نبوي کرامات، خصوصیات (ځانګړنې) تاسو ته وژباړم، کوم چې له نکاح نه پرته د هغه – صلی الله علیه وسلم- تر ژونده تړاو لري. دا لړۍ به تقریبا تر اوو (۷) برخو و غزېږي، چې په زرینه غېږ کې به اویا و (۷۰) نبوي کراماتو، خصوصیاتو او فضائلو ته ځای ور کړي. د کتاب لیکوال، ځان او تاسو درنو لوستونکو ته، له الله پاک نه د ستر اجر، ثواب او توفیق غوښتونکی یم!

یاد عالم نوموړې لړۍ د مسائلو (مسلو) په عنوان لیکلې؛ زه یې تګلارې ته د درناوي په توګه د هغه – رحمه الله – عنوان خوښوم!

لومړۍ برخه:

لومړۍ مسله: د ټولو الهي استازو سپېڅلي لړۍ په محمد – صلی الله علیه وسلم – ختم شوې؛ ځکه الله پاک ور ته “خاتم النبیین” سپېڅلی صفت او ویاړ ور کړی، چې یاد ویاړ و نورو رسولانو او انبیاوو (الهي استازو) ته نه دی ور په برخه شوی. عیسی علیه السلام ، چې کله د الله پاک په امر و زمکې ته له اسمانونو نه را کښته شي؛ نو نوی شریعت له ځان سره نه راوړي، بلکې د محمدي – صلی الله علیه وسلم – ځلانده شریعت عامل او پیروی به وي، د همدې شریعت اصول او احکام به په خلکو مني/پلي کوي.

دوهمه مسله: د محمد – صلی الله علیه وسلم- امت غوره، ویاړمن او معصوم امت دی، چې په ضلالت (بې لاري) نه سره یو ځای کېږي. یاد مقام هم یواځي زموږ ستر لارښود (نبي علیه السلام) ته ور بښل شوی او بس.

درېیمه مسله: د همده – صلی الله علیه وسلم – له برکته، د ده د امت اجماع حجت او دلیل بلل شوی، د صحي روایت له نظره. ځیني عالمان په دې مسله کې توقف او ځیني نور بیا اختلاف لري؛ خو لومړی روایت صحي (صحیح) ګڼل شوی.

څلورمه مسله: د محمد -صلی الله علیه وسلم – ځلانده شریعت به تر هغه د الله پاک په زمکه حاکم وي؛ تر څو چې دا نړۍ د عدم په لوري کوچېږي. دا راز زموږ نوراني شریعت مخکې ټول دینونه او شریعتونه له منځه یووړل. د نورو پیغمبرانو شریعتونو ته یاده بریا ور په برخه نه ده.

نور بیا….



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.