افغانستان

کونړ کې د وژل شويو عسکرو مړي کابل ته وليږدول شول

کونړ غازي اباد ولسوالۍ کې د ۲۱ عسکرو مړي چې پرون يکشنبه د طالبانو په بريد کې وژل شوي وو، نن دوشنبه کابل ته وليږدول شول.

د وژل شويو عسکرو مړي د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې خاورو ته سپارل کيږي. نن دوشنبه په کابل کې د وژل شويو عسکرو په درناوي کې تشريفاتي ګارډ خپل درناوی وړاندې کړ.

ولسمشر حامد کرزي دغه پيښه غندلې او له همدې امله يې د سري لنکا رسمي سفر لغوه کړ . طالبانو ويلي چې د کونړ غازي اباد ولسوالۍ کې يې د ملي اردو ۳۵ عسکر وژلي او ۶ يې له ځان سره بوولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x