ځوان شاعر او ليکوال: عرفان الله ايوبي

غزل/ عرفان الله ايوبي

عرفان الله ايوبي

چاته خاوره چاته ګل او چاته زر يم
چاته پټ د سمندر تل کې ګوهر يم

قمر نه يم چې له نورو رڼا واخلم
زه پخپله رڼا وېشم زه خو لمر يم

چې مې خاوره په بدرنګو خلکو پلوري
زه د داسې بادشاهانو نه منکر يم

ته بى فکره شه وطنه نه دې پلورم
داسې نده چې غني يم يا اتمر يم

ګوره زما هم د بې ننګو نه توبه ده
زه بچې د خوشال خان خټک يم نر يم

چې نه ویره د لیوه، نه غپ د سپي وي
بس يو داسې آزادۍ ته منتظر يم

عشقه تاته چې په مات تنديو درومي
ايوبي زه داسې ژڼو ته وزر يم



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.