
غزل/ حاجي احمد بريالی
حاجي احمد بريالی
زه دلېمې جیب کې ساتم اوښکې نرۍ د هیلې
د زړه په غېږ کې ګرځوم وړې سلګۍ د هیلې
د ارمانو ساندې را ګیر کړم پر ارشو د زړګي
د اندېښنو پر توره ږدم توره کېږدۍ د هیلې
د صبحدم له حلقه ونیستېږم ساندې چوپې
د زړه له سوزه ږغوم نرمه شپېلۍ د هیلې
د بهارو ولاس ته نیسمه کچکول د سترګو
د سهارو ودم ته خلاصه کړم ځولۍ د هیلې
د سهرابو په خوله مې نه رغيږی وبلې تلې
د رنځور خوږ پر خوله مې راشي اسویلۍ د هیلې
د انتظار ترخې مې ستړی کړی اوبلنې سترګې
د شبګیرو پر ژمنو نه راځي سپوږمۍ د هیلې
ترخه یادونه د ژوندون خوښي دځان تابع کړي
د ماتمو تر پلونو لاندې شي نړۍ د هیلې
د ازمونونو تسلسل کړي بریالی اندېښمن
چی د بریا په هیله پرې نه شي پنډۍ د هیلې