
نن په انځورونو کي
د کونړ به غازي اباد کي د وژل شویو عسکرو د جنازې مراسم – انځورونه – 2014-2-24
تیره ورځ طالبانو وویل چی دوی په کونړ کي د غازي اباد په ولسولۍ کي د ملي اردو یو شمېر فوځیان ووژل او دا یې یوه ستر بریا وبلله، بل اړخ ته د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي دا پيښه د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره په کلکو ټکو وغندل، ژور خفګان یې ښکاره او سیرلانکا ته یې خپل رسمي پلان شوی سفر وځنداوه.
نن په کابل کي ددغو پوځیانو د جنازې مراسم تر سره شول، چی په کښي د وزیر دفاع بسم الله خان او عبد الله عبد الله په شمول مهمو چارواکو او نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.