
ایا د حیض په حالت کي زه تفسیر مچولای سم؟
سوال: ایا د حیض په حالت کي زه تفسیر مچولای سم؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
که چیری یو کتاب اکثره یا نیمه حیصه قرآنکریم وي، د حیض، نفاس او جنابت په حالت کي یې مچول یا مطالعه کول جائز نه دی، که چیري اکثره برخه یې قرآنکریم نه وي بیا یې مچول جائز دي.
قال الشامی: ان کان التفسیر اکثر لایکره، وان کان القرآن اکثر یکره. و ان کان القرآن اکثر یکره والاولی الحاق المساواة بالثانی، وهذا التفصیل ربما یشیر الیه ماذکرناه عن النهر، وبه یحصل التوفیق بین القولین (شامی ۱/ ۱۶۴ طبع استنبول)
(جامع الفتاوی ۱/ ۲۳۱)
۲: سوال: ایا زه د حیض او نفاس په حالت کي احادیث لوستلای سم؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د حیض، نفاس او جنابت په حالت کي د قرآنکریم تلاوت مطلق ناجائز دی، البته دعاوي، اذکار ، احادیث او نور لوستلای سي.
(فتاوی عثمانی ۱/ ۱۸۷- ۱۸۸) (جامع الفتاوی ۱/ ۲۳۱)
۳: سوال: زه په مدرسه کي معلمه یم، ایا زه و بناتو ته د قرآنکریم تدریس کولای سم؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په دې کي شک نشته چي د حیض په حالت کي د قرآنکریم تلاوت کول ناجائز دی، خو د تعلیم او د تعلم له کبله کولای سي په حروف سره یې ووايي، ا و حضرت امام طحاوي رحمة الله علیه وايي نیم ایات هم ویلای سي.
قال ابن عابدین رحمة الله علیه: قوله وقرأة القرآن – ای ولو دون ایة من المرکبات لا المفردات لانه جوز للحائض المعلمة تعلیمه کلمة کلمة کما قدمنا انتهی . (رد المحتار ۱/ ۲۹۳)
(طحطاوی حاشیه الدر المختار ۱/ ۱۵۰ باب الحیض، التارتار خانیه ۱/ ۳۳۳، فتاوی حقانیه ۲/ ۵۶۱)
۴: سوال: زه په مدرسة البنات کي متعلمه یم، ایا زه د حیض او نفاس په حالت کي قرآنکریم لوستلای سم؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
دغه اصول یاد وساتی:
۱: حائضه ښځه یو ایات یا له یوه ایات څخه زیات د تلاوت په نیت سره په هیڅ صورت نسي لوستلای دغه ناجائز دی.
۲: ایات په ټو ټو سره لوستلای سي، یعني چي د ۶ حروفو سره برابر وي، خو په دې کي هم راحج قول دادی چي دغه دي نه تلاوت کوي.
۳: د ایات یوه یوه کلمه لوستل په اتفاق سره جائز ده.
۴: هغه ایات چي دعاء پکښې وي او ددعاء په نیت سره یې ولولي په اتفاق سره جائز دی.
۵: دعاوي لوستل، لاس وروړل، او اذکا ر کول دا ټول جائز دي.
(احسن الفتاوی ۲/ ۶۸) (البحر الرائق ۱/ ۲۰۰، باب الحیض، کتاب الفتاوی ۲/ ۹۵)
۵: سوال: ایا یوه ښځه که د حیض یا نفاس په حالت کي وي، قرآني ایاتونه پر دم کول جائز دي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
پر حائضې ښځې باندي قرآني ایاتونه دم کول جائز دي.
(کتاب الفتاوی ۲/ ۶۸)
ښکاره خبره ده چه ځواب یی ( نه ) دی مګر مچی کول کومه اړینه خبره ده که په اوداسه کی هم یی دمچولو اړه نشته مچول یو ډول سجده کولو معنی هم لری ، د قران یا تفسیر تکریم د هغه ویل ، څیړل او ارزول او عمل کول دی او نورو ته یی تشریح کول دی .