نيويارک ټايمز: امریکايي ځواکونو لپاره د هلمند د جګړې ګټل ناشوني دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۶): نيويار ټايمز امریکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د امریکا سمندري ځواکونه يو ځل بيا د هلمند شوراب پوځي اډې ته د جګړې لپاره رسېدلي دي.

 سمندري ځواکونو څو کاله وړاندې هم هلمند کې خونړۍ جګړې کړي دي، په دغو جګړو کې له ۳۴۹ پوځيان وژل شوي، د لنډې مودې لپاره يې ځينې سيمې هم له طالبانو نيولي دي، خو د ۲۰۱۴ په پای کې، چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې د پوځي ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ، طالبانو يو ځل بيا پرمختګ وکړ او د هلمند ګڼې سيمې يې لاندې کړې، تر دې، چې د هلمند مرکز لشکرګاه پورې ورسېدل او افغان امنيتي ځواکونو ته يې پرېمانه مرګ ژوبله اړولې، چې هره اوونۍ د ملي اردو او پوليسو د وژل شوو عسکرو شمېر له شپېتو تر اوياوو پورې دی.

څه موده وړاندې درې سوه سمندري او پلي ځواکونه د جګړې لپاره هلمند ته تللي، هلته يې د امریکايي او برتانوي ځواکونو پخواني مرکزونو کې اړولي او د طالبانو پر ضد يې يو ځل بيا جګړې پيل کړي دي.

هلمند د امریکايي او برتانوي ځواکونو لپاره د مرګ کنده بلل شوې او اوس هم امريکايي ځواکونه وايي، چې د هلمند يادونه يې ځوروي.

نيويارک ټايمز د امریکايي جنرال روجر ټرينر له خولې ليکلي: «موږ چې هر چېرته ځو، د هلمند يادونه راسره وي، هلته موږ قربانۍ ورکړي، جګړې مو کړي هره ورځ دغه فلم زموږ د سترګو مخته تېريږي، خو دغه يادونه خوندور يادونه نه دي، بلکې غموونکي دي او تل مو ځوروي.»

د نوو جګړه‌ييزو پلانونو په اړه نيويارک ټايمز د امريکايي او افغان قومندانانو له خولې ليکلي، چې هلمند لپاره د امريکايي پوځيانو قومندان جون کويل او افغان ډګروال عبداللطیف د هلمند د نوو جګړو په اړه د پلان جوړولو پر مهال وويل، چې د لښکرګاه شاوخوا سيمې به په اسانه ونيول شي، خو د لرې پرتو سيمو نيول ورته ناشوني ښکاري.

قومندا جون کويل هم ويلي، که ګډ ځواکونه په پوره اعتماد او باور دغه جګړه ونه کړي، ګټل يې ناشوني دي.

د ورځپاڼې په باور د سمندري ځواکونو لپاره د هلمند نيول اسانه نه دي؛ ځکه  تېرو کلونو د حکومت واک د ټينګلولو لپاره د ټولو هڅو سربېره ګډو ځواکونو کوم پاموړ پرمختګ نه و کړی او يوازنۍ ګټه يې دا وه، چې لښکرګاه يې له سقوطه ژرغورلې وه.

ورځپاڼې ليکلي: «د جګړې د نه ګټلو د چانس سربېره له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو نېټه هم نه ده روښانه او نه هم د جګړې پای ښکاري، په داسې حال کې امریکا او افغان حکومت طالبان د سولې خبرو په چمتو کولو کې هم پاتې راغلي دي.»

د جګړې د سختوالي سربېره د نيويارک ټايمز خبريال وايي، چې د هلمند تودوښه هم له زغمه وتلې او پرانيستی دوزخ ښکاري.

ورځپاڼې ليکلي، چې هلمند کې د امريکايي او افغان ځواکونو لپاره د بريا چانس د نشت برابر دی؛ ځکه چې د څو کلونو راهيسې، چې امریکا او ناټو د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي، خو بيا هم په يوازې ځان له طالبانو سره جګړه نه شي کولای، اوس د افغان امنيتي ځواکونو ليکې له فساده ډکې دي، د جګړې پلان نه لري، ډېری قومندانان يې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري او د دومره کمزورو عسکرو په ملتیا به سمندري ځواکونه د دې وړتيا ولري، چې د هلمند لرې پرتې سيمې له طالبانو ونيسي که نه، دا وړاندوينه ستونزمنه برېښي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.