په روزګان کې یو ځل بیا بمباریو درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۶): د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د تازه بمباریو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د روزګان د مرکزي روغتون مشر ضیاء الرحمن رسنیو ته ویلي چې نن د یکشنبې په ورځ روغتون ته د بمباریو له امله ۵ تنه ټپيان رسیدلي دي چې تر درملني لاندي دي.

بمبار د ترینکوټ ښار په مراد اباد سیمه کې پر عامو کورونو شوی دی چې له امله یې د ځايي اوسیدونکو په وینا د یوې ښځي او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي او یوه بل کور ۳ غړي ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چې دوه ورځې تر مخه هم د ترینکوټ ښار په سجاول سیمه کې بمباریو ۲۰ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه بمباري کورنیو او که بهرنیو ځواکونو کړې ده، د روزګان ولایت مقام او امنیه قومندانۍ يې په اړه د څه ویلو څخه ډډه کړې ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.