
پخواني ولسمشر حامدکرزي د کندز او روزګان بمباري وغندلې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۶): پخواني ولسمشر حامد کرزي په کندز او روزګان کې د بهرنیو ځواکونو بمباري په کلکو ټکو وغندلې.
نوموړي وویل: «دغه بمباري چې له تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې زمونږ له خلکو قرباني اخلي او زموږ د ښوونځيو او کورونو د ویجاړېدو سبب ګرځي ستر بشري جنایت او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بولم او په شدیدو الفاظو یې تقبيح كوم».
د کرزي یادې څرګندونې په یوه خبرپاڼه کې د نوموړي پر فیسبوک پاڼه نشر شوي چې په کښي زیاته کړې ده: « حامد کرزی د لوی خدای له درباره د دغو غمجنو پېښو شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي».
باید وویل شي چې د افغانستان اوسنی ګډحکومت د بهرنیو ځواکونو پر بمباریو هیڅ غبرګون نه ښيي ، بلکې دفاع وزارت تل هڅه کوي چې دغه سي بمباري توجیه کړي او په کښي قربانیان یې ټول طالبان ښيي.
حامد کرزی هغه واده شوی ناوی وه چه دهمدی یرغلګرو او اشغالګرو سره به ټانکو سپره د ی مظلوم اولس ته راوستل شو هغه وخت د ده به لاس او د ده به شتون کی به لکونو خلک په شهادت ورسیدل دیارلس کاله پاچا وو تر هغی چه غنی یی ورله بدیل پیدا کړو ، کرزی په کور امریکایانو او اروپایانو ساتنه کوله کرزی ته ویل کیدل چه په خپلو نزدی خپلوانو هم باور مه کوه ، مونږ راوستی ، زمونږ د پاره دی خپله خاوره ، خلک او خبلواکی مونږ ته سبارلی د دی مقابل کی دی مونږ د… نور لوستل »