
اسرائیل د مسجد اقصی پر دروازو الیکتروني دروازې ولګولې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۶): د تیرې جمعې راهیسي اسرائیلي ځواکونو په قدس شریف کې مسجد اقصی ته غځېدلي ټولې لارې تړلي او مسجد یې د لمونځ کوونکو پر مخ تړلی دی.
تېره ورځ د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو اعلان وکړ چې د یکشنبې د ورځې څخه به په جزوي شکل مسجد پرانیستل شي خو سخت امنیتي تدابیر به ونیول شي.
ویل کیږي چې نن د یکشنبې په ورځ د مسجد پر ټولو دراوز باندي امنیتي دروازې لګول شوي، له دې وروسته به مسجد ته تلونکې لمونځ کوونکې تر دغه دروازو تیریږي.
باید وویل شي چې ددې تر مخه به هم د مسجد اقصی په دروازو کې اسرائیلي عسکر ولاړ وه او د ځايي رسنیو او خبریالانو په وینا مسجد ته تلونکې او راتلونکې به یې تنګول او د هغو یهودي سخت دریځو امنیت به یې ساتئ چې مسجد ته به یې بې حرمتي ور اړوله. چې له امله یې د جمعې په ورځ یو ۳ تنو فلسطینیانو پر یوه دروازه مامور عسکرو باندي ډزې وکړې او ۲ تنه یې ووژل ، وروسته اسرائیلي عسکرو ۳ فلسطینیان د مسجد اقصی په صحن کې ووژل.
له یادې پيښې وروسته په پنځوسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره اسرائیل په مسجد اقصی کې دجمعې پر لمانځه بندیز ولګوی او مسجد یې په بشپړه توګه په خپل کنترول کې واخیست، تر اوسه معلومه نه ده چې دننه مسجد او د هغه اړوندو خدماتو او تاریخي مقاماتو ته به یې څومره ضرر رسولی وي.