ناوې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده- طالبان وایی څلور امريکايي عسکر یې وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۶): د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده او دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

د ۲۱۵ ميوند قل اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزی چې د دغه عملياتو قومانده په غاړه لري وايي، چې په يادو عملياتو کې يې لسګونه ماينونه کشف کړي او له منځه وړي.

د نوموړي په وينا په دغه عملياتو کې يې له ديرشو ډيرو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو طالبانو د دولت دغه ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې تر دې دمه په جګړه کې د دوی دوه تنه ټپيان شوي او يو بل وژل شوی دی.

ځايي سرچينې وايي، چې اوس هم په سيمه کې د ښکېلو خواوو تر منځ درنده جګړه روانه ده.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دغه جګړه کې يې د لوی کلي د ماموريت د قومندان “حاجي غني” په ګډون يوولس عسکر وژلي او ۱۶ نور ټپيان کړي دي.

طالبان وايي، د يادې ولسوالۍ مربوط د “جرنامو” په سيمه کې يې دولتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو سربيره د امريکايي ځواکونو پر ټانګ په ځمکه کې د خښ شوي ماين پر مټ چاودنه کړې، چې پکې څلور تنه امريکايي عسکر وژل شوي دي.

تر اوسه افغان چارواکو او په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو خپل لور ته د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د ناوې ولسوالۍ له ډېرې مودې راهيسې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده، چې وړمه ورځ پرې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري ګډ عمليات پيل شول. او ادعا یې کړې چې پر مختګ یې کړی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.