د اقصی چيغې خيژي……

فضل باري مشفق

مسلمان وواهه بلا د اقصی چيغې خيژي
ده په کې جوړه واويلا د اقصی چيغي خيژي

د بلالي اذان سپڅېلې ازانګې غلې شوې
نشته امام نه اقتداء د اقصی چيغې خيژي

زه اجازه نه لرم زه دا حالت نشم غندی
کوي دې هر څه امريکا د اقصی چيغې خيژي

څه شول هغوی چې اسرائيل يې ستر کافر بللو
څه يې شو ننګ څه شوه وفا د اقصی چيغې خيژي

د يهودي وحشت غوغا ده د القدس په ځمکه
دی فلسطين ورته تنها د اقصی چيغې خيژي

ربه! مونږ هيڅ نشو مونږ دغه ميدان ونه ګاټه
ته راپيدا کړه اژدها د اقصی چيغې خيژي

مشفقه مونږه رب ته زښت ډير ملامته يو چې
مونږ يو ژوندي او د اقصی د اقصی چيغې خيژي

فضل باري مشفق



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.