د هېواد ۴۰ فيصده ګمرګي عوايد شخصي جيبونو ته لوېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۶): د فساد سره د مبارزې چارواکي وايي، چې د افغانستان د ګمرکونو څلوېښت سلنه عوايد شخصي جېبونو ته لوېږي.

نن په کابل کې د افغانستان د ولسي جرګې د فساد سره د مبارزې د کمېسيون رئيسې حميرا ايوبې يوې غونډې ته وويل، چې په هېواد کې تر ټولو زيات فساد د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کېږي.

هغې وويل، چې زيات فساد او نه پاملرنه د دې لامل شوی چې د افغانستان د ګمرکونو ۴۰ فيصده عوايد يې د خلکو او زورواکو شخصي جيبونو ته لوېږي.

د اغلې ايوبي په خبره، تر ټولو ډېر فساد د ترانسپورت وزارت، نفت او ګازو تصدي او د کورنيو چارو په وزارت کې دی، چې له امله يې د خلکو او حکومت تر منځ واټن پيدا شوی دی.

په دغه غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ مرستيال مسعود احمد عزيزي د فساد شتون مني او په وينا يې چې فساد د دوی د پرمختګ مخه نيولې او د خدمتونو په برخه کې هېوادوال له ستونزو سره مخ دي، په هغه اندازه خدمات نه دي وړاندې شوي لکه څومره چې پکار و.

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي، چې هېواد ته ډیری واردات او صادرات بغير له ګمرکي محصول کېږي، چې په دې چاره کې چارواکي او زورواکي ښکېل دي.

د فساد پرضد د مبارزې کمېسیون د ګډ حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، چې په وزارتونو او مهمو دولتي پوستونو دې له فساده پاک کسان وګماري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.