افغانستان

رحمت الله نبیل د محور په نوم ګوند اعلان کړ، ګډحکومت یې ناکام وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د محور په نوم نوی ګوند اعلان کړ.

نوموړې تېره ورځ یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال ددغه ګوند اعلان وکړ او وې ویل چې په رهبري شورا کې یې ۷۴ تنه غړي دي.

نبیل په خپله وینا کې ګډحکومت ناکامه وباله او وې ویل چې واضح لیدلوری نه لري، حکومت باید هیواد له اوسني بحراني حالت او خپل منځي اختلافونو څخه وژغوري.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ګوند هدف یې ګډحکومت کمزوری کول نه دي او نه په ګډحکومت ور ګډېدل دي.

باید وویل شي چې د ملي امنیت پخواني مشر له خپلې دندې څخه هغه مهال استعفا ورکړه کله چې یې د اشرف غني سره د پاکستان پر سر اختلاف را منځته شو، نوموړي هغه وخت اشرف غني کمزوری او ژر غولیدونکی سیاستمدار وباله او په استخباراتي چارو کې يې د ارګ پر مداخلو هم نیوکې وکړې.

له دندې څخه د رحمت الله نبیل د ګوښه کېدو استعفا لیک دلته ولولئ: (ارشیف)

رحمت الله نبیل ولي استعفا ورکړه؟ د استعفا لیک بشپړ متن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x