نړۍ

د پيښور د چاودنې وروستی حال

نن دوشنبه ماښام نه لږه شيبه مخکې پيښور ښار يونيورسټي ټاون کې د ايران کونسلګرۍ مخته د امنيتي ځواکونو پر پوسته سرتيري بريد کې ۲ ايف سي پوليس ووژل شوي او نهه نور ټپيان شول.

چاودنه دومره قوي وه چې نژدې سيمه يې ولړزوله او د نژدې ودانيو ښيښې يې ورماتې کړې. ټپيان شيرپاو روغتون ته وړل شوي دي. د شيرپاو روغتون ډاکتران وايي چې، د ۳ زخميانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.

عيني شاهدان وايي چې په يو الټو ډوله موټر کې درې تنه سپاره وو

چې، يو يې د ايران کونسلګرۍ پر امنيتي پوسته ځان والوځاوه او دوه نور وتښتيدل.

 امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړې او د دوو تښتيدلو کسانو لټون يې پيل کړی دی. د يادونې وړ ده چې يونيورسټي ټاون هغه سيمه ده چېرته چې بهرنۍ مؤسسې او د بهرنيو هيوادونو کونسلګرۍ موجودې دي.  

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x