ډونلډ ټرمپ

په امریکا کې د ټرمپ محبوبیت کم شوی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): یوې نوي ټول پوښتنې ښودلې چې په امریکا کې د ټرمپ د وروستیو پالیسیو له امله د نوموړي محبوبیت تر ټولو ټیټې درجې ته رسیدلی دی.

د ټرمپ د ۶ میاشتنۍ ولسمشرۍ څخه امریکایان خوښ نه دي، اکثریت یې په دې ګمان دی چې امریکا په نړۍ کې خپل پخوانی مقام له لاسه ورکړی دی.

نوموړي د روان کال په اپریل میاشت کې د امریکایانو ۴۲ سلنه تایید له ځانه سره لرئ، خو اوس یې تایید ۳۶ سلنې ته را ټیټ شوی.

دغه ټول پوښتنه د امریکا ورځپاڼې واشنګټن پوسټ او ای بي سي نیوز تلویزون کړې ده.

په ټول پوښتنه کې ټولو ۱۰۰۱ کسانو ګډون کړی او د هغو څخه ۵۸ سلنې ګډونوالو په ټینګه د ټرمپ ضد موقف نیولی. ۴۸ سلنې د ولسمشر په حیث د نوموړي کارکردګي ناقصه بللې ده.

ویل کیږي چې دومره ټیټې درجې ته په دې وروستیو کې یوازي جورج بوش خپل د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې رسیدلی وو، نور یو ولسمشر هم په دومره ډېره کچه خپل ملاتړي له لاسه نه دي ورکړي. ۴۸ سلنې ګډونوالو ویلي چې په نړۍ کې د امریکا قیادت کمزوری شوی دی، ۶۶ سلنې ویلي چې مونږ پر ټرامپ اعتبار نه لرو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.