پاکستان: حيات اباد کې سرتيری بريد شوی / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): د خيبرپښتونخوا په حيات اباد سيمه کې سرتيري بريد نهو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان سماء ټي وي د امنيتي چارواکو له قوله ويلي، چې په دغه چاودنه کې د يو ميجر په ګډون 3 د ايف سي عسکر وژل شوي او له اوو عسکرو زيات ټپيان دي.

د پېښې ټپيان روغتون ته د تداوۍ لپاره وړل شوي دي.

امنیتي چارواکو ويلي، چې د ايف سي عسکرو قطار د حيات اباد باغ ناران سيمه کې روان و، چې بريد کوونکي خپل موټر سيکل ورسره وجنګولو او چاودنه رامنځته شوه.

د سرچينې په وينا، چاودنه ډېره زوروره وه چې تر لرې لرې پورې يې اواز اورېدل شوی دی.

د دغه هېواد پوليس او امنيتي ادارې د پېښې ځای ته رسېدلي، په سيمه کې يې پلټنې پيل کړي دي.

د پوليسو يو تن مشر عمران ملک رسنیو ته ويلي، چې د پېښې له ځای څخه يې د سرتيري بريدګر د جسد ټوټې ميندلي دي.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې پاکستاني رسنیو ته په لیږلي پيغام کې د برید مسؤولیت اخیستی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.