
څلوېښت، پنځوس او یا تر دې د لوړ عمر خاوندانو ته ځانګړي طبي لارښووني!
ژباړه: حافظ سفیان خالد
لومړی:
د طبي معایناتو او تشخیص لپاره وخت نا وخت لابراتوار ته ځئ، که څه هم د ناروغۍ احساس نکوی.
دویم:
تل ډېري اوبه وڅېښئ، که څه هم تنده نه محسوسوئ؛ ځکه غالبًا غټي او خطرناکي صحي ستونزي په بدن کي د اوبو د کمښت لکبله منځ ته راځي.
دريم:
فزيکي فعاليت یا سپورټ مو ډېر کړئ، که څه هم ډېر مصروفیت ولرئ؛ د بدن غړي فزيکي حرکت ته محتاج دي، که څه هم پلی تګ وي، یا لامبو او یا بل ډول لوبي…
څلورم:
خوراک لږ کړئ، دومره خوراک کوئ، چې ملا مو پرې ودرېږي، په خوراک کي افراط هرومرو ناګواره ستونزي ايجادوي.
پنځم:
د امکان تر حده د موټر پر ځای له خپلو پښو او قدم وهلو څخه استفاده وکړئ، هڅه وکړئ، تر څو مسجد، کروندې او د دوستانو زیارت او ملاقات ته پلي لاړ شئ..
شپږم:
غوصه پرېږدی، له خفګان څخه ځان وژغورئ، هڅه وکړئ، تر څو د ستونزو پر وخت ځان عادي او ارام وښياست،
غوصه او خفګان روغ صحت له مینځه وړي..
اووم:
د مال او شتمنۍ په غم کي ډېر مه اوسئ، کوښښ وکړئ، چې په مال ځان اسوده او هوسا کړئ، نه دا چې د مال لپاره ژوند وکړئ.
اتم:
پر هر شي حسرت او ارمان مکوئ، او مه د هغه څه په تمه اوسئ، چې لاس ته یې نشی راوړلای، بلکې د هېرولو په تلاښ کي شئ.
نهم:
تواضع او عاجزي کوئ؛ ځکه د مال، جاه، ځواک او نفوذ سره چې کله کبر او غرور ګډ شي، نو دا هر څه فاسد شي،
تواضع به مو د خلګو پر وړاندي محبوبیت ډېر کړي.
لسم:
تل هیله من، امیدوار اوسئ او پر الله تعالی ښه ګمان ولرئ، چې راتلونکی به هرومرو ښکلی او روښانه وي.