pakistan u19 team

کرکیټ: پاکستان د انډر ۱۹ نړیوال جام فاینل ته ورسید

نن ټکی آسیا: د پاکستان د انډر ۱۹ لوبډله وتوانیدله چي نن د انګلینډ لوبډلي ته په سیمي فاینل کي ماتي ورکړې، او د نړیوال جام فاینل ته ځان ورسوي.

د نن لوبه چي د انډر۱۹ نړیوال جام دسیالیو لومړنی سیمي فایل لوبه وه، انګلینډ په پیل کي پچه وګټل، او لومړی یې د بیټنګ فیصله وکړه، چي ډیره په تاوان ورته تمامه سول، ځکه چي هغوی په خپل ټولو لوبغاړو وتوانیدل چي یوازي ۲۰۴ هدف خپل مخالف لوبډلي ته وټاکي، چي د پاکستان لپاره یو اسانه هدف ثابت سو، او هغوی وتوانیدل چي د لوبي په وروستي اور کي دغه هدف تر لاسه کړي.

که څه هم هدف دومره نه وو، خو بیا هم پاکستانیانو په ډیر مشکل دغه هدف تر لاسه کړ، او لوبه تر وروستي اوره وغځېدله، او د پاکستان ۷ لوبغاړي وسوځېدل.

د پاکستان له خوا شکیل ۴۵، ګوهر ۳۷، او حمزه ۳۵ منډي جوړي کړي.

د انګلینډ بالرانو کي فیشر ۲، سایر ۲ او جونز ۲ وکټه واخیستل.

باید وویل شي چي د انډر ۱۹ نړیوال جام دوهم سیمي فاینل به د راتلونکي چار شنبې په ورځ د جنوبي افریقا او اسټرالیا تر منځ تر سره شي، او ګټونکی به د راتلونکې اونۍ په یک شنبه د پاکستان سره په فاینل کی مخ سي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د