جنرال ولي محمد احمدزی

هلمند: د ناوې ولسوالۍ د بیا نیولو ادعا وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): په هلمند ولایت کې د میوند ۲۱۵ قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزی رسنیو ته ویلي چې د ناوې ولسوالۍ ته نن سهار ور ننوتل او دغه ولسوالي يې په خپل کنټرول کې راوستله.

د هلمند مرکز لښکرګاه ته نیژدې ناوه ولسوالي له تېر کال راهیسي د طالبانو په لاس کې وه، خو د تیرې شنبې له ورځي راهیسي دولتي ځواکونو د امریکایانو په ملتیا عملیات باندي پیل کړه چې له امله یې د طالبانو او دولتي ځواکونو له لورې د سختو جګړو خبر ورکړه شو.

تېره ورځ د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هغه خبرونه رد کړه چې ګواکي ولسوالي دي سقوط کړی وی او ویلي وه چې په یوه چاودنه کې څلور امریکايي عسکر وژل شوي دي، خو نن یې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.

جنرال ولي محمد رسنیو ته وویل چې نن سهار نهه بجې دوی د ناوې ولسوالۍ مرکز ته ننوتل او په شاوخوا سیمو کې يې د طالبانو له لوري خښ شوي ماینونه شنډ کړل.

نوموړي ومنله چې په دغه عملیاتو کې د امریکايي الوتکو ملاتړ ورسره وو او د هغوی په مرسته د ولسوالۍ نیول ورته ممکنه شوه.

او زیاته یې کړه چې تېره شپه امریکايي الوتکو په ولسوالي کې دننه ۳ مهم مرکزونه په نښه کړه چې په وینا یې تر شلو زیات طالبان ووژل شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.