پلار او زوی / ویډیو

ژباړن: ډاکټر کشمیرابراهیم خیل

سپین ګیری پلار د خپل ځوان زوی سره په بڼ کې ناست و چې یوه مرغۍ راغله کله به ونې ته پورته شوه کله به ځمکې ته ښکته شوه .

پلار له زویه وپوښتل . زویه! دا څه شی ده ؟

زوی ځواب ورکړ: مرغۍ.

دپلار سترګې په مرغۍ وې؛ مرغۍ ته یې په ځير ځير کتل.

پلار بیا وپوښتل . زویه! دا څه شی ده؟

زوی پلار ته وکتل ځواب یې ورکړ: پلاره دا مرغۍ ده

پلار بیا وپوښتل. زویه! دا څه شې ده ؟

زوی داځل په غوسه شو په لوړ او غضبناک اواز یې پلار ته وویل: تکرار تکرار پوښتنه کوې خو څو ځله مې درته وویل چې مرغۍ ده ته یې نه ګورې.

پلار راپاسیده د کور خواته یې مخه کړه؛ موده وروسته يې په لاس کې یوه کوچنۍ کتابچه وه بیرته د زوی خواته راغې، کیناست. یوه صفحه یې خلاصه کړه له زوی څخه یې وغوښتل چې وی لولې.

زوی وغوښته چې له ځان سره یې ولولې، مګر پلار یې له زویه وغوښته چې په لوړ اواز یې ولولي.

کتابچه کې داسې لیکل شوي وه:

نن مې له زوی جان سره باغ ته ولاړو، مونږ ناست و چې یوه مرغۍ راغله په مستۍ او شور کله به لاندې شوه کله به پورته .

ځوۍ مې چې نوی په خبرو راغلی وه؛ راڅخه یې وپوښتل

پلاره! دا څه شی ده ؟

ما وویل زویه دا مرغۍ ده.

بیا یې وپوښتل دا څه شی ده ؟

ما وویل مرغۍ ده زویه .

هغه وپوښتل او ما ځواب ورکړ نږدې 21 ځله یې راڅخه وپوښتل او ما ځواب ورکړ.

په اخر کې مې ځوۍ هم وویل چې دا مرغۍ ده.

زویه! تاسره مینه لرم. ډیر خوښ یم چې تا غوندې زوی خداې راکړی. ستا په راتګ سره زمونږ د کورنۍ خوشحالي څو چنده شوې….

ځوۍ چې دا نوټ ولوست په سلګۍ شو پلار ته یې غاړه ورکړه.بخښنه یې ترې وغوښته. پلارته یې وویل:

هغه صبر چې تا ښودلی وه ما ونشو ښودی.

نوټ: مخکې له دې چې مور اوپلار له لاسه ورکړو باید د هغوئ په ارزښت وپوهیږو.

خدای نا خواسته چې سبا د وجدان په عذاب اخته نشو بیا به له کشکې کشکې ویلو پرته بل څه په لاس نه راځي..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.