fbpx
mili.urdu.janazyee

د غازي اباد پیښه د سولې شوری د هلوځلو خونړی محصول -سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: تیره ورځ د کونړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې د مخالفینو د یوه برید له کبله د ملي اردو ۲۱تنه پوځیان ووژل شول.

د هیواد په ختیځ کې دغه خونړۍ پیښه په داسې مهال کې رامنځته کیږي چې تر هغې یوه ورځ وړاندې د سولې شورا لوړپوړو چارواکو اعلان وکړ چې هغوئ په دوبۍ کې د اغاجان معتصم په مشرۍ دطالبانو له یوې تسلیم شوې دلګۍ سره خبرې کړې او دواړ لوریو په افغانستان کې د سولې دټینګښت په اړه تبادل نظر کړی دی .

د غازي اباد دغه خونړۍ پیښه د کابل حکومت لپاره د مخالفینو داسې ګذار دی چې د نوموړی حکومت په دولس کلن تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي.

له نوموړې پیښې داسې جوتیږي چې د سولې شوری هغه هلې ځلې چې په نمایشي ډول یې د طالبانو له تسلیم شویو افرادوسره د هیواد په داخل او له هیواده بهر په کار اچولې له تبلیغاتي اړخ پرته بل هیڅ ملموس اثر نه لري .

اوهمدا راز هغه طالبان چې په کابل او دوبۍ کې د سولې شورا له استازیو سره په خبروبوخت دي د افغانستان په پوځي ساحه کې هیڅ ډول پوځي اوسیاسي رول نه لري ، او یواځې غواړي له دې لارې هغه مادي امکانات حیف ومیل کړي کوم چې د امریکایانو لخوا د سولې شوری په واک کې ورکړل شوي دي.

که واقعا د سولې په لاره کې د سولې شوری هلې ځلې مؤثرې وای او یا هغو کسانو چې د نوموړې شوری له لارې له دولت سره یوځای شوي ، د هیواد په پوځي ساحه کې ادنی اغیز لرلای نو هیڅکله به د دغو سوله ییزو اقداماتو په تعقیب د غازي اباد د ویرجنې حادثې په څیر خونړۍ پیښې نه رامنځته کیدلې.

په دوبۍ کې د طالبانو او سولې شوری له خبرو سره همهال دواشنګټن پوست ورځپاڼې په شمول ځینو غربي رسنیو دطالبانو او امریکایانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه اوازې هم خپرې کړې ، خو وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولوسره د دغو اوازو د تردید تر څنګ په راتلونکي کې هم له امریکایانو سره هرډول مذاکرات دخپلو شرطونو تر منلو پوري مشروط وګرځول.

د غازي اباد خونړۍ پیښه اود وسله والو طالبانو لخوا له امریکایانوسره د هرډول مذاکراتو ځنډول په حقیقت کې امریکایانو او کابل حکومت ته دا پیغام دی چې په هیواد کې د واقعي سولې ټینګښت د امریکایانو په صادقانه هلوځلو پوري تړاو لري ، نه داچې دسولې د پروسې تر پلمه لاندې بیاهم په جګړه ییزې تګ لاره ټینګار وشي .

په کار خو داوه چې د سولې شورا د خپل مشر استاد برهان الدین ربانې له وژل کیدو عبرت اخیستی وای او دهغه له وژل کیدو وروسته یې یې د سولې په نوم په بي ګټې خبرو نه خپل وخت ضایع کړی او نه يي افغانان غولولي وای ، خوداچې دوئ لاهم د امریکايي وسلو تر سیورې لاندې په هیواد کې د سولې نغارې ډنګوي دا په حقیقت کې په لوي لاس د غازي اباد د ویرجنې پیښې په څیر د نورو لسګونو خونړیوپیښوتسلسل ته زمینه سازي کول دی اوبس.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د