نقب وهونکی ځوان

ژباړن: سيد مطيع فاتح

کله چې اموی سردار مسلمه بن عبدالملک د یوې کلا (قلعه)په محاصره کولو ډیر وخت تیر کړو، او د کامیابۍ هیڅ آثار نه ښکاره کیدو،

نو ده په کلا باندي د حملې کولو لپاره د یو څو سرتیرو (فدایانو) انتخاب وکړ .

نو خلګو ولیدل چې یو ځوان د نیزو په باران کې د دښمن له صفو څخه د اُوور په شعلو کې تر سره تیر لکه

زمری د کلا په خوا روان وو او بالاآخر د قلعې دیوال ته ورسېد،

او په “*نقــب” لګولو کې کامیاب شو،

او د کلا منځ ته نور مجاهدین په داخیلېدلو کامیاب شول،

اسلامي لښکر کلا ته دننه شول او کلا فتح شوه،

اوس نو هر نظر د دغه سر فروش مجاهد په لټه کې وو چې د چا په سر د دې فتحي او کامیابي تاج وو، مګر هیچ چا دا مجاهد نه وپېژندو،

د مسلمه بن عبدالملک په سوال ټولو سر وښوراوو چې: موږ هغه کس نه پېژنو …

مسلمه ټول لښکر را جمع کړل او ویې ویل: “د نقب لګولو والا مجاهد چیرته دی “؟

ټول لښکر خاموش ولاړ وو مګر څوک را مخته نه شول،

مسلمه بن عبدالملک دوهم ځل وویل: زه ده ته د ده د رب قسم ورکوم چې مخ ته دي راشي،

ناڅاپه یو نقاب پوش(مول وهلی) ځوان را مخ ته شو چې خالي یې سترګي ښکارېدلې د مسلمه مخ ته ودرېده او وه یې ویل:

” زه یم هغه نقب لګولو والا، که تاماته زما د رب قسم نه وای راکړی نو هیڅ وخت به ما ځان نه وو ظاهره کړی، اوس زه تاته ستا د رب قسم درکوم چې زما څخه زما د نوم پوښتنه مکوه، او که چیري ما وپېژنې نو چاته مې ذکر مکوه، ځکه چې ما دا عمل د هغه ذات لپاره کړی چې ماته تر تا په ډیر څه راکولو قادر دی “،
مسلمه بن عبدالملک چې به وروسته هر کله دعا کول نو داسي به یې ویل: “اللهم اجعلني مع صاحب
النقب。”

“اې الله جل جلاله، ما د نقب والا مجاهده سره کړې “。

(عیون الأخبار، ج ۱: ص ۱۷۲)
ــــــــــــــــــــــــــــــ
* نقب ؛
نقب هغه غارونه ته وایي چې د کلا دیوال کې به یې د پښو لپاره کيښل نو مجاهدینو به هغه غارو کې پښې ښودلې او د کلا دیوال ته به ختل او کلا ته به د ننه کېدل 。



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.