په ننګرهار کې یو دیني عالم وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو دیني عالم د نامعلومو وسلوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د ننګرهار د والی ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې نن د دوشنبې په ورځ سهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د چمتلي په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د مولوي اسد الله په نامه یو دیني عالم په ډزو وواژه.

خوږیاڼي زیاته کړه چې نوموړی عالم ډاکټر هم وو او په خپله سیمه کې يې یوه دیني مدرسه هم لرله.

د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د والي ویاند ویلي چې پولیسو یې په اړه تحقیقات پيل کړي دي.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي په همدې ولسوالي کې یو محلي شاعر هم وژل شوی وو او پولیسو یې د قاتلینو په اړه د څېړنو خبر ورکړی وو.

په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې هدفي وژنې زیاتي شوي چې له امله یې ددغه ولایت تاجران، مدني فعالان او اوسیدونکې اندېښمن دي او پر ګډحکومت یې غږ کړی چې په ولایت کې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.