غزل/ حبيب منګل

حبيب منګل

سړیتوب د محبت پوره معنا ده
محبت باندی ودانه دا دونیا ده

سړئ بعضی انسانانو ته حیران شي
ازادي ورته په څه توره بلا ده

د تاریخ په سمندر کی به ناکام وي
چی د حق لارې ته ماته د چا ملا ده

له غفلته څخه تیر شه را بیدار شه
خاورې کیګی هر بنده فانی دونیا ده

چی انکار له مرګه هم کولئ نشې
زړه دی ولې له فساد سره اشنا ده

که جهان له خپلو کړنو نه تیر نشی
له افغان سره ډغره اشتباه ده

دې نظام ته ربه ټکئ د پائ کیګده
دلته زړونه لکه کاڼئ د هر چا ده

دلته شنډې د پردو به دسیسې شي
د حبیب غزل په دې باندی ګواه ده

حبيب منګل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.