افغانستان

کرزی د مصر د دار الافتاء څخه د مرستي غوښتنه کړې

نن ټکی آسیا: مصري رسنیو خبر ورکړ چی د افغانستان ولس مشر حامد کرزي د مصر د دار الافتاء څخه د قضائي چارو په اړه مرسته غوښتې، او د مصر د فتوی ورکولو مرکز ( دار الافتاء المصریة) یې په نړۍ کي د ټولو مسلمانانو لپاره د یو مرجع په توګه بللی، او زیاته کړې چي د مصر مفتي عام دکتور شوقي علام دي د افغانستان د قضاء سره د متشددو او تکفیري فتواوو په مقابل کي مرسته وکړي.

د رسنیو په قول کرزي په خپل یوه لیک کي چی د شمس الرحمن فروتن په لاس یې د مصر مفتي ته لیږلی ویلي، چي د ازهر علماء د اسلام د منځلاري فکر یو سمبول دی، او په افغانستان کي دغه منځلاریتوب له منځه تللی، او دلته د تشدد منهج رائج دی، ځکه نو باید ازهر شریف په افغانستان کي خپل د منځلاري توب منهج ته وده ورکړي، او د تشدد نه ډکو فتواوو سره چلند وکړي.

ښاغلي شمس الرحمن فروتن  د ازهر شریف د وکیل دکتور عباس شومان سره په ملاقات کي د ازهر شریف او د مصر د دار الافتاء ستاینه وکړه، او وې ویل چي ازهر شریف ته د ټولي نړۍ د مسلمانانو تمه ده، او هغه د ټولي نړۍ د مسلمانانو لپاره د فتواو لپاره د کعبې په څیر ګرځېدلې، ځکه چي ازهر شریف په متوازنه توګه د نړۍ او عصر مسائل څیړي، او د هغه سره سم فتواوي صادروي.

د یادوني وړ ده چي د ډیرو اسلام پالو کتونکو په نظر ازهر شریف اوس هغه مقام بایللی چي پخوا به مسلمانانو ځیني تمه لرل، ځکه چي په دغه هیواد کی یې د اسلامي ګوند منتخب حکومت په نړولو کي د سیکولر فوځ او ګوندونو سره په یوه خونړي انقلاب کي مرسته وکړه، او د هغه حکومت د ملاتړ کونکو د مرګ او بندي کولو فتواوې ورکړې، چي له کبله یې د مسلمانانو قوت کمزوری، حکومت یې ړنګ، او په زرګونو مسلمانان شهیدان شول، او لا هم دا سلسله روانه ده.

باید وویل شي چي په مصر کي د اخوان المسلمین د حکومت په ضد د انقلاب وروسته په دغه ګوند بندیز لګېدلی، او هر څوک چي په عامه توګه ددغه ګوند په ملاتړ خبري کوي، او یا د هغوی شعار پورته کوی، هغه په قانوني توګه د محکمې سره مخ کیږي، او په کلونو بندي خانې ته اچول کیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x