په دوه جلا پيښو کې پنځه پولیس وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): په هرات او نیمروز ولایت کې په دوه جلا پيښو کې پنځه پولیس وژل شوي دي.

نن سهار د هرات او اسلام قلعه تر منځ پر غځېدلي سړک باندي وسلوالو د پولیسو پر موټر ډزي وکړې چې له امله یې ۳ سرحدي پولیس او یوه ښځه وژل شوې ده.

د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده رسنیو ته د پيښې پخلی کړی او زیاته کړې چې یاد پولیس په اسلام قلعه کې دنده لرله ، دوی خپل د کار په لور روان وه چې د احمد اباد په سیمه کې د طالبانو د کمین سره مخ شول.

طالبانو تر اوسه د پيښې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په یوه بل خبر کې د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالي کې د ماین چاودنې له امله ۲ پولیس وژل شوي دي.
د یادې ولسوالۍ ولسوال امید بلوچ رسنیو ته ویلي چې پېښه تېره ورځ ماځیګر د «کرته» په سیمه کې را منځته شوه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.