د نبي علیه السلام ځانګړي خصوصیات او غوره توبونه – دوهمه برخه!

کتاب: غایة السول

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

پنځمه مسله: محمد (صلی الله علیه وسلم) ته ور کړل شوی اسماني کتاب (قرآن کریم) له ادلون، بدلون، هر راز تغیر او غلطۍ نه خوندي دی. د اعجاز هغه لوړ پړاو ته رسېدلی دی، چې نه انسان، نه پېری او نه کوم بل مخلوق یې مقابله کولی شي، دا راز دا مبارک کتاب او ترې را زرغون شوی شریعت له هغه علیه السلام مبارک نه وروسته هم پاتې ده. نور رسولان، د هغوی علیهم السلام کتابونه اوشریعتونه داسې نه وو. د هغوی علیهم السلام معجزې د هغوی تر شتونه تړاو لاره.

شپږمه مسله: نبي علیه السلام مبارک فرمایلي: «زما نصرت او مرسته په رعب او هیبت سره د یوې میاشتې تګ په اندازه شوی». دا راز په صحي روایت کې هم راغلي. په روایت د “سائب بن اخت نمر” کې راغلي: «زه په انبیآوو په پنځو خویونو غوره یم» له هغوی نه یې یو دا یاد کړی: «زما مرسته په رعب سره شوې د یوې میاشتې په اندازه، یوه میاشت وړاندې، یوه میاشت وروسته. دا ویاړ هم زموږ د ستر لارښود په برخه دی او بس.

اوومه مسله: الله پاک، محمد (صلی الله علیه وسلم) و عامو انسانانو او پېریانانو ته رسول او استازی را لېږلی. له هغه مبارک نه پرته هر نبي او رسول یو خاص قوم او ټبر ته را لېږل شوی. د نوح علیه السلام رسالت هم له طوفان نه وروسته عام شوی، تر طوفان وړاندې پکې اختلاف شتون لري.

اتمه مسله: د محمد (صلی الله علیه وسلم) او د هغه د امت له پاره ټوله زمکه جمات او د پاکې اله ګرځېدلې، کوم چې بل چاته دا حکم نه و ور په برخه شوی.

نهمه مسله: د محمد (صلی الله عایه وسلم) او د هغه مبارک د امت له پاره غنیمتونه (له کفارو نیول شوي مالونه) حلال ګرځول شوي. د بل چا له پاره داسې اسانه تګلاره نه وه موجوده، بلکې هغوی به د غنیمت مالونه را غونډ کړل، د آسمان له لوري اور ور ته راته، سوځول به یې، دا راز د ” ابو هریرة” – رضی الله عنه- په صحي حدیث کې راغلي. دا مانا هم لري نه ده، چې د وېش په اړه هغه مبارک ته واک ور کول شوی و.

لسمه مسله: د محمد (صلی الله علیه وسلم) امت به په ورځ د قیامت په ټولو امتونو شاهدي ور کوي، چې هر رسول (الهي استازي) خپل قوم ته رسالت رسولی، الله پاک فرمایې:

{وكذلك جعلناكم أمة وسطا لتكونوا شهداء على الناس}.

ژباړه: دا راز موږ کرځولې یاست تاسې غوره امت؛ د دې له پاره، چې تاسو شاهدان شئ په خلکو.

نور بیا….



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.