افغانستان

کابل: د محقق ساتونکو د واده پر مراسمو ډزې کړې، ناوې یې وژلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): د کابل پولیس وایی چې تېره شپه د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق ساتونکو د واده پر موټرو ډزي کړي چې له امله یې د ناوي په ګډون دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته د کابل په دریمه امنیتي حوزه کې د محقق ساتونکو د واده پر هغو موټرو ډزي وکړې چې کور ته د تګ پر مهال یې له خپلو موټرو څخه هوايي ډزې کولې، چې له امله یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

نوموړي ویلي چې پولیسو د محقق د کور دوه تنه ساتونکې او دوه تنه د واده په مراسمو کې ډزې کوونکي نیولي دي او په اړه یې څیړنې رواني دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x