افغانستان

هلمند: د ايساف په هوان د يوې کورنۍ درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ايساف ځواکونو لخوا توغول شوی هوان پر يو کور د لګيدو په نتيجه کې يو ماشوم وژل شوی، خور او پلار يې ټپيان شوي دي.

د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې، د ايساف ځواکونو لخوا توغول شوې د هوان مرمۍ پر يو کور لګيدلې چې له امله يې د يوې کورنۍ درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولايت مسؤولين وايي چې، دغه پيښه پرون د سنګين ولسوالۍ جنګله سيمه کې شوې ده. ايساف ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x