د ملحدینو، مستشرقینو، عیسایانو او یهودو اعتراض پر قرآنکریم باندي

عبدالغفار جُبير

سوال: په قرآنکریم کي په سورت الکهف: ۸۶ ایات کي راغلي دي چي لمر په چینه کي ډوبیږي، حال داچي لمر په چینه کي نه ډوبیږي؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

د قرآنکریم په سورت الکهف کي راغلي دي:

حتى إذا بلغ مغرب الشمس وجدها تغرب في عين حمئة (سورت الکهف: ۸۶)

ژباړه: ان تر دې پورې چي کله هغه د لمر پرېواته تر حده ورسېده، نو لمر یې په تورو اوبو کښې ډوبېدونکی ولیدی .

۱: داچي قرآنکریم د انسانانو د لارښوونې لپاره و بشریت ته رالېږل سویدی، له همدې کبله قرآنکریم د انسانانو په ژبه د انسانانو په اصطلاحاتو سره نازل سویدی، اوس زه راځم د انسانانو د نړیوالو اصطلاحاتو ته چي دغه ټوله انسانان غلط دی او که یې هسی اصطلاح ده:

په ټوله نړۍ کي انسانان وايي:

The sun sits at 7:00 O’clock

The sun rise at 8: 00 O’clock

ددې معنا داده چي لمر پر ۷ بجو لویږي او پر ۸ بجو راخیږي

لمر د کوم ځای څخه را خیږي؟؟؟ لمر چیري لویږي؟؟؟

چي ددې مطلب دا نه دی چي لمر لویږي او لمر د یو ځای څخه راخیږي بلکې دغه د عامو انسانانو یوه اصطلاح ده، نو دلته چي په قرآنکریم کي راغلي ده، چي لمر په چینه کي لویدی مطلب دادی چي د چینې اوبه ډیري وې داسی معلومیدی لکه چي په چینه کي لویږي.

۲: بل په مبارک ایات کي (وجدها تغرب فی عین حمئة) یعني د ذوالقرنین په فکر سره داسي ښکاره کېدل لکه چي لمر په چینه کي ډوبیږي، که چیري په مبارک ایات کي (وجدها) نه وای بیا د ملحدینو اعتراض پر ځای وو.

۳: د امریکا په لویدیځ کي یوه سیمه ده چي کله لمر ولویږي داسي معلومیږي لکه په چینه کي ډوبیږي.

۴: د مځکې د کُرې په لویدیځ کی داسي سیمي سته چي هلته اوبه جوش کوي، او توښونه یې پروته کیږي، له همدې کبله ذو القرنین چي کله ورته کتل چي د لیري داسي معلومیدل لکه چي د لمر ټیکي هلته په چینه کي ډوبیږي.

۵: داد قرآنکریم معجزه ده، باید چي ټول ملحدین، مستشرقین، عیسایان او یهود یې ومني دا ځکه چي:
نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دغه ګرمې چینې نه وو خبر، حتی انسانان نه وه په خبر تر څو چي امریکا کشف سوه او دغه ګرمې چیني معلومي سوې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.