ملګري ملتونه: د کال ۲۰۱۷ په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۲۴۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې په خپل شپږمیاشتني راپور کې ویلي چې د کال ۲۰۱۷ په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۲۴۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په هغو کې ۱۶۶۲ کسان وژل شوي او ۳۵۸۱ تنه یې نور ټپيان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د تېر کال ۲۰۱۶ د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله سږکال د مړو په شمېره کې دوه سلنه زیاتوالی راغلی او د ټپيانو په شمېره کې یو سلنه کمښت راغلی دی.

یوناما په یادو تلفاتو کې ۴۳ سلنه ملکي تلفات طالبانو ته منسوب کړي دي، داعش ته ۵ سلنه او ۱۹ سلنه یې ناپيژانده وسلوالو ته منسوب کړي دي.

په راپور کې همداراز دولت پلوه ځواکونو ته د ټولو ملکي تلفاتو ۱۸ سلنه منسوب شوې چې په هغه کې ۱۵ سلنه افغان امنیتي ځواکونو ته، دوه سلنه نړیوالو ځواکونو ته او یو فیصد اربکیانو او دولت پلوه ملیشو ته منسوب شوې.

یوناما همداراز ۱۰ سلنه ملکي تلفاتو د وسلوالو مخالفینو او دولتي ځواکونو تر منځ مخامخ نښتو ته منسوب کړي دي، ۴ سلنه یې د جګړې په سیمو کې ناچاودو توکو له امله او ۱ سلنه یې د پاکستان له لوري فایر شوی راکټونو ته منسوب کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې «یوناما» طالبانو، دولتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو ته یو لړ سپارښتنې کړي چې په هغو کې د طالبانو څخه غوښتي تر څو د فشاري بمونو څخه لاس واخلي، د ملکي سیمو څخه دي پر افغان ځواکونو ډزې نه کوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دي د طالبانو د مشر اعلامیو ته عملي جامه ور واغوندي.

یوناما همداراز د طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو پر ازاد ګرځېدو دي محدودیتونه لیري کړي، د هغوی د زده کړو، روغتیا او کار کولو په وړاندي وضعه شوي محدودیتونه دي لیري کړي.

د دولتي ځواکونو او حکومت ته یې په سپارښتنه کې ویلي چې پر ملکي اهدافو دي د هاوانونو، راکټونو، لاسي بمونو او هوايي بریدونو څخه لاس واخلي او په جګړه کې دي له دغو وسایلو څخه د استفادې لپاره روښانه کړنلاره را منځته او عملي کړي.

همداسي له دولت څخه غوښتنه شوې چې غیر مسؤوله وسلوالو، ملېشو او پاڅونونو په نامه وسلوال دي سملاسي بې وسلې کړي او نه دي پریږدي چې دغه وسلوال د امنیتي ځواکونو تر څنګ په عملیاتو کې برخه واخلي.

ددولتي ځواکونو څخه غوښتنه شوې چې روغتیايی کارکوونکو، روغتیایی وسایطو او روغتونونو ته دي احترام وکړي او د افغانستان ټولو وګړو ته دي د معیاري پوهنې او روغتیايي مرکزونو ته بشپړ لاسرسی ورکړل شي.

یوناما بهرنیو ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د چاپو او هوايي بریدونو پر مهال چې د ملکي تلفاتو راپور ورکړل شي، د هغو په اړه دي څیړنو او معلوماتو شریکولو ته چمتوالی وښيي او همداسي غوښتنه ځیني شوې چې د افغان ځواکونو قومانده دي له ځانه سره وساتي او د هغوی روزنې ته دي ادامه ورکړي.

د یوناما شپږمیاشتنی راپور په لاندي ادرس په پښتو، دري او انګریزي ژبه موندلای شئ:

https://unama.unmissions.org/protection-of-civilians-reports

باید وویل شي چې د یوناما د ملکي تلفاتو شمېرې د طالبانو د ملکي تلفاتو د کمیسون سره د شمیرو سره په بشپړه مغایرت کي دي، طالبانو هم څو ورځې وړاندي د کال ۲۰۱۷ د لومړیو شپږ میاشتو د ملکي تلفاتو راپور نشر کړی وو.

طالبانو په خپل راپور کې ویلي وه چې د کال ۲۰۱۷ په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۷۳۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې چې په هغو کې ۶۸۹ کسان وژل شوي دي او ۱۰۴۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو په راپور کې د ملکي تلفاتو ۷۳ سلنه پيښي د امریکایانو او دولتي ځواکونو ته منسوب شوي وې، قریب ۱۵ سلنه پيښې طالبانو او پاتې داعش او نورو ډلو ته منسوب شوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.