افغانستان

جورج بوش: په عراق او افغانستان کي د ځپل شویو جنګیالیو پوروړی یم

نن ټکی آسیا – رسنۍ: د امریکا پخواني ولس مشر جورج ډبلیوبوش تیره ورځ ای بی سی تلویزون سره په مرکه کي ویلي چي دی ځان د پخوانیو جنګیالیو پوړوړی بولي، کوم چي په عراق او افغانستان کي جنګېدلي.

نوموړي اعلان وکړ چي ده باندی د هغوی څه التزامات او واجبات دي، چي د هغوی لپاره یې تر سره کړي، او زیاته یې کړه، چي زه همیشه متاثره شم کله چي د پخوانیو جنګیالیو په اړه خبري کوم، او چي کله د هغوی د حال څخه خبر شم.

باید وویل شي چي پنټاګون د رسمي احصائیاتو له مخي په هغو دوو جګړو کي چي د جورج بوش د ولس مشرۍ په وخت کي په افغانستان او عراق کي پيل شوي، تر اوسه تر ۶۸۰۰ زیات امریکايي عسکر وژل شوي، او تر ۵۱ زره زیات نور ټپيان شوي دي، چي د بوش په وینا نوموړی د هغوی دزخمونو او مالي ستونزو درک لري، او په ټولو تکلیفونو او ستونزو کي د هغوی تر څنګ ولاړ دی.

نوموړي وویل: هغه نران او ښځي چي د خطر پروا یې ونه کړه، او ځان یې د وطن خدمت ته وقف کړ، د هغوی څخه اوس ډیری پخواني جنګیالي اروائي ستونزي لري، ډیری یی اوس کارونه نه لري، او بې کاره دي.

بوش چي ډیر په میډیا نه ښکاره کیږي، د خپل ولس مشرۍ وروسته یې په خپل نامه یوه مرستندویه اداره جوړه کړې چي په دې ورستیو کي د سیراکوزا یونیورستي په همکارۍ یوه څیړنه کړې تر څو مالوم کړي چي پخواني جنګیالي چي د افغانستان او عراق څخه را ګرځېدلي، څه مشکلات لري، څه ته اړتیا لري، او څرنګه یې مرسته کیدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x