ګناه څنګه پريښودل کیږي؟

حکيم الله صابر

حکیم الأمت علامه تهانوي رحمة الله علیه په یو وعظ کي ویلي چي : د ګناه په اړه یوه خبره درته کوم او دا خبره د زړه په غوږو واورئ !

اول : چي تر څو مو قدرت کار کوي نو ګناه مکوئ ، او له هري صغیره او کبیره ګناه څخه ځان وساتئ ! او ګناه چي کوئ نو ځانته یې روا مه ګڼئ بلکه حرامه یې بولئ.

دویم :  ماخستن چي په ځای کي پریوزئ نو د ورځي ګناهونه را حساب کړئ ! خصوصاً هغه ګناوي چي د معاش (کاروبار) په اړه مو کړي وي ځکه چي حرام مال تر ټولو بد شی دی او د ټولو ګناوو تُخم دی ، دا شان ټولي ګناوي په خوله یادي کړئ او تخلیه یې په ژبه وکړئ !  ووایاست چي : یا الهي ! زه ډېر نالایق بنده یم او ددې قابل وم چي غرق شوی وای ، له ما سره کوم عذر نشته ما ډېر همت وکړ خو کامیاب نه سوم ، ته کومک او مدد راسره وکړه او ماته له دغه خباثت څخه نجات راکړه !.

دا داسي کار دی چي اول خو به په دې سره ګناوي پريښودل سي او که بالفرض نه مو سوای پریښودلی نو هره ورځ په اخلاص توبه کاژئ او استغفار وایاست نو حتماً به فائده درته وکړي ، او ګناوي به درنه پاته شي.
(د الله تعالی لټون صــــ۲۹۹ / سکون صــ۱۹۱).



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.