افغانستان د سوېلي اسيا د جودو په سياليو کې د برونز پنځه مډالونه ترلاسه کړل

olympic_medalsد سوېلي اسيا د جودو سيالۍ، چې په کې شپږ هېوادونه: هندوستان، پاکستان، افغانستان، نيپال، سريلانکا او بنګله دېش برخه اخلي تېره ورځ د پاکستان د کراچۍ ښار په لياقت جمنازيوم کې پيل شوې.

د افغانستان د ملي المپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني ويلي، چې پرون پر لومړۍ ورځ افغان لوبغاړو د برونز پنځه مډالونه ترلاسه کړل.

هغه زياته کړه، چې د ښځو د سياليو په لړ کې له افغانستان څخه حبيبې بيات په ٥٧ کيلو ګرام وزن او فهيمې رضايي په ٦٣ کيلو ګرام وزن سياليو کې د برونز مډالونه ترلاسه کړل.

د رحماني په وينا، دغه راز د نارينه وو په سياليو کې  خالد ارمان په ٩٠ کيلو ګرام وزن، اجمل فايززاده په ٧٣، سيد حسين حسيني ٨١ او اسدالله تاجک د ١٠٠ کيلو ګرامه وزن په سياليو کې د برونز مډالونه خپل کړل.

د نوموړي په وينا، په دغو سياليو کې د ګډون په موخه  ٩ افغان لوبغاړي له درېيو تنو مسوولينو سره تللي دي.

پرون د دغو سياليو په لومړۍ ورځ هندوستان د سروزرو د اوو مډالونو په اخيستو لومړى، پاکستان يو د سروزرو او څلور  د برونزو په اخيستو دويم، بنګله دېش يو د سپينوزرو او يو د برونز په اخيستو درېيم، افغانستان پنځه د برونز په اخيستو څلورم، سريلانکا څلور د برونزو په خپلولو پنځم او نيپال د درې برونز مډالونو په لاسته راوړو په شپږم مقام کې ځاى لري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.