fbpx
mutawakkil maraka

متوکل: انتخابات نمایشي دي، د دبۍ بهیر د طالبانو استازيتوب نه کوي، سوله او امنیتی تړون دوه متضاد دي

الحاج مولوي وکیل احمد متوکل د طالبانو د حکومت پر مهال د ملا محمد عمر مجاهد ویاند او بیا د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی. ښاغلی متوکل له نن ‌ټکي ‌اسیا سره د سولې، امنیتي تړون او ټاکنو په تړاو خبرې کړي.

نن‌ ټکی‌ اسیا: د سولې خبره په رسنيو کې بیا توده ده او  اوس اوس په رسنيو کې د «دوبۍ بهیر» ورو ورو معمولېږي، دې بهیر ته په کوم نظر ګورئ، څه فکر کوئ، چې دا به د سولې معقول او منطقي ادرس وي؟

متوکل: بسم ‌الله ‌الرحمن‌ الرحیم. د سولې تقاضا خو شته پر خپل ځای باندې، مګر څنګه چې لازمه ده، خواوې یا طرفونه هغسې عمل نه کوي. لا تر اوسه پورې دوی داسې مرحلې ته نه دي رسېدلي تر کومه چې زه خبر یم، چې دوی دې خبرې شروع کړې وي. د دوبۍ بهير هم تر اوسه پورې ډېر څرګند نه دی. زه فکر نه کوم چې دا خبرې دي د اسلامي امارت له استازو سره وي. که څنګيزې هڅې وي، داسې څنګيزې هڅې د هغه اصلي سولې په لار کې خنډ جوړېدلای شي، بې‌باوري راوستلی شي.

نن ‌ټکی ‌اسیا: لکه څنګه چې طالبانو خپله هم رد کړې ده، تاسې هم پر همدې باور یاستئ، چې دوی د طالبانو استازیتوب نه شي کولای؟

متوکل: هغوی خو ډېر واضحه ویلي دي، چې موږ پر بې‌ادرسه او پټو خبرو باور نه لرو او مشخص نومونه يې اخيستي دي، چې فلان فلان زموږ استازيتوب نه شي کولای. زه فکر کوم دا ډېر څرګند او واضح پیام دی.

نن ‌ټکی ‌اسیا: نو چې داسې واضحه او څرګند پيام شته، نو بیا ولې افغان حکومت یا ولسمشر کرزی په داسې نامعلومو ادرسونو چې طالبان یې ردوي هم چې د دوی استازيتوب نه شي کولای، دوی یا د سولې شورا بیا ولې دوبۍ ته خپل پلاوی لېږي؟ نظر مو څه دی؟

متوکل: زه په دې باور يمه چې کله چې اسلامي امارت وغوښتل اول ځل هم چې دوه ډوله خبرې باید وشي: له خارجیانو او له افغانانو سره. اول ځل له خارجیانو سره ځکه باید خبرې وشي، چې ډېر عمده مسایل له هغوی سره تړاو لري. بیا افغاني مسایل چې دي داخلي مسایل باید له افغاني ډلو او خواوو سره بحث شي. شاید حکومت د دې لپاره چې یو قسم یې ځان مصروفه کړی وي دوی به دغسې څنګيزې هڅې کوي، مګر زما فکر دا دی، چې دغسې څنګيزې هڅې حقیقي سولې ته نقص کوي.

نن‌ ټکی‌ اسیا: یعنې تاسې د دوبۍ خبرې د سولې په لور خنډ ګڼئ؟

متوکل: نو که یو وخت د سولې شورا د استسلام یا تسليمېدو پر مسئله اخته وي، خپل تمرکز کوي. بل ځل له ګاونډي هېوادونو سره کوښښونه کوي یا هم دغسې څنګيزې هڅې چې واضحاً ردېږي خو بیا هم دوی ورته امېد کوي طبيعي خبره ده چې دا دغو امېدونو ته تاوان کوي. په کار خو دا ده چې په اصلي مواردو کې ډېر زیات کوښښ وکړي لکه چې د بندیانو تبادله، د امریکايي اسیر او د ګوانتامو د بندیانو په اړه خپل رول ادا کړي. کوم ځای کې چې د قطر دفتر درېدلی و، د هغه په احیا باندې خبرې وکړي. یا له دغه حالت څخه چې تراوسه پورې امنيتي تړون نه دی لاسلیک شوی، د دغه نه لاسليکېدو له حالت څخه سالمه استفاده وکړي او همدا دلیل وګرځوي له اصلي جریان سره د خبرو هڅه وکړي. که چېرې مخامخ یې نه شي کولای د منځګړو په واسطه باندې کوښښ وکړي لکه چې په ټوله دنیا کې چې معمول دی.

نن‌ ټکی‌ اسیا: یعنې تاسې وايئ چې کېدای شي که افغان حکومت وغواړي د سولې له اصلي ادرس سره چې تاسې يې قطر ګڼئ خبرې کولای شي، نو که چېرې د دوی هدف سوله وي، بیا ولې د قطر بهیر پر ځای دغسې نامعلومو ادرسونو ته مخه کوي؟

متوکل: په دې خو زه هم ډېر نه پوهېږم چې دوی ولې داسې کوي، خو د وخت په تېرېدو سره ما څو خبرو ته اشاره وکړه، چې د خلکو په داخل کې د ګروپونو په جلب و جذب کې یا په تسليمولو کې دوی زیات وخت کار کړی له ګاونډي هېوادونو سره یا په دغسې څنګيزو هڅو باندې چې د ترکیې او سعودي نوم هم په کې اخلي، هغه اصلي لاره چې ده، دا داسې مثال لري لکه په کوټه کې چې کلکين هم وي او دروازه هم؛ نو د دروازې په موجودیت کې له کلکين څخه استفاده کول زه فکر کوم چې ځان ته هسې لار اوږدول دي.

نن‌ ټکی‌ اسیا: رابه شو د ستراتیژيک تړون مسئلې ته. ولسمشر کرزی د تړون لاسلیک ردوي او داسې هيلې نه شته چې د خپلې دورې تر پایه به یې لاسلیک کړي. دا دریځ يې څنګه ارزوئ؟

متوکل: دا په کار وه چې باید داسې شوي وای، دا ځکه چې زما په نظر باندې اول باید سوله شوې وای بیا په دغسې مسايلو باندې چې د دواړو غاړو یا د ټولو غاړو توافق ورباندې راتللای، که د سیستم موضوع، قانون اساسي کې د تغییراتو موضوع، په هغه ميکانیزم باندې خبرې شوې وای بیا وروسته بله مرحله د یوه عبوري حکومت له لارې یوې ټولپوښتنې له لارې یا د جرګې له لارې هغو تغییراتو ته مشروعیت ترلاسه شوی وای. بیا وروسته پر داسې لویو مسایلو افغانستان شموله مسایلو لکه د تړون موضوع، د اډو په هر صورت، د ستراتیژیکو راوبطو موضوع په لوی سر کې، ولې دلته هر څه سرچپه شول، کومه موضوع چې اخر ورباندې کار شوی وای هغې باندې اول جرګه ونیول شوه؛ نو طبيعي خبره ده  چې د تړون امضا کول د اډو ورکول د سولې د ځواب په معنا ده. نو په کار همدا ده چې دا ملتوي شوی وای او وځنډېږي او سوله په مخه واچول شي.

نن‌ ټکی‌ اسيا: یعنې که راتلونکی حکومت تړون لاسليک کړي، د سولې دروازه تړلې ګڼئ؟

متوکل: طبيعي خبره ده چې هغه څه نا څه امېدونه چې دي هغه د جنګ په معنا باندې په ناامېدۍ بدلېږي، یا حتا په دغسې صورت کې انتخابات چې سوله مقدمه نه شي، هغه هم د یوې بلې پنځه کلنې دورې د تداوم په معنا باندې ده، چې افغانان به بیا هم کړېږي او په کور دننه به څو جهته جګړه روانه وي.

نن‌ ټکی‌ اسیا: انتخاباتو ته په کوم نظر ګورئ، فکر کوئ، چې راتلونکی حکومت به وکولای شي افغانستان د نجات لور ته بوځي؟

متوکل: لويه خبره خو په دې کې هم ده چې دا انتخابات لکه څنګه چې شاید باید دي، نارمل انتخابات نه دي. ولس ورسره په دې خاطر دلچسپي نه لري چې دوی فکر کوي چې زموږ رايه تغيير نه شي راوستلای. په مثالي شکل په کې درغلۍ کېږي. تر ډېره حده پورې نمایشي بڼه لري په تېره په اطرافو کې. په لويو ښارونو کې شاید تر یوه حده پورې د انتخاباتو بڼه ولري. مهمه دا ده چې د دغو کانديدانو په برنامو کې د قاطع اکثريت په برنامو کې یا سړی ويلی شي لږ کم د ټولو په برنامو کې وضحه دا خبره ده چې دوی تړون لاسليکوي او سوله غواړي. دوه متضاد شیان مخته کوي. که سوله غواړې د اډو د نه امضا کېدو په معنا به وي که چېرې اډې غواړي بیا به د نه سولې په معنا وي. نو دغه تضاد ما ته شک راپیدا کوي چې دا ټاکنې بیاهم شاید موږ سولې ته نژدې نه کړي متاسفانه.

نن‌ ټکی‌ اسیا: ډېره مننه!

مرکه کونکی: حسن عادل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د