د هلمند په ناوه کې، هغه لوحه چې د قرآن کریم ایاتونه پرې لیکل شوي او طالبانو پرې د یوې څلولارې نوم لیکلی، امنيتي ځواکونه ورباندې خېژي.

ناوه – هلمند: دولتي ځواکونو د قرآن کریم آیتونه تر پښو لاندي کړه / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): وروسته له هغه چې دولتي ځواکونو د طالبانو څخه د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ ونیوله، په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري لګول شوي بیرغونه او لوحې پر ځمکه وغورځول شوې.

پر هغو بیرغونو او لوحو چې د قرآن کریم آیتونه او کلیمې لیکل شوي وي، بې حرمتي يې د اسلامي مقدساتو توهین بلل کیږي.

باید وویل شي چې نن د هلمند ولایت د میوند ۲۱۵ قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزی لښکرګاه ته نیژدې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ او وې ویل چې په دغه عملیاتو کې ورسره دامریکايي ځواکونو الوتکو هم ملتیا وکړه او د طالبانو مرکزونه یې بمبار کړه چې له امله یې د نوموړي په وینا په لسګونو طالبان وژل شوي دي.

د ناوې ولسوالۍ څخه په نشر شویو انځورونو کې داسي انځورونه هم نشر شوي چې د دولتي ځواکونو عسکر او پولیس هغو لوحو ته توهین کړی چې قرآني آیتونه باندي لیکل شوي دي.

د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه پر یوه څلور لارې باندي طالبانو د «فدائي چوک» نوم ایښی، پر لوحه یې دغه نوم لیکلی او ورسره یې د قرآن کریم یو آیت لیکلی: ( وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ). خو په عملیاتو کې برخه لرونکو د ملي اردو عسکرو یاده لوحه لومړی را چپه کړه او بیایې د قرآن کریم آیت سربېره لوحې ته لغتې ورکړې.

د دولتي ځواکونو له لوري یاد عمل په ټولنيزو پاڼو کې د افغانانو له لوري سخت غندل شوی او د قرآني آيتونو د سپکاوي او بې حرمتۍ عمل يې بللی دی.

6
تبصره وکړئ

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

دوي د كفارو سره يو زاي د مسلمانانو سره جنگ كوي وژني او پوره همكاري ورسره كوي نو دوي اسلام او د مسلمانانو مقدساتو ته هم چنداني اهميت نه وركوي او دغه كار ان شاء الله د دوي د تباهي باعث كيژي

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

ددوی مسلمانی ھو ھغہ وخت چپہ شوے دہ چہ دشریعت خلاف جنگ کہ خکیل شو نوگیلہ ترے چہ معنی دارد، اللھم ارنا فیھم عجائب قدرتک ودمر اعداءک ومزقھم کل ممزق ۔

RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

I WANT GO TO AFGHANISTAN AND STAY WITH AFGHANNATIONAL ARMY/I WANT FORGAVE
MY LIFE FOR COUNTRY AGAINST TERORISM/
THEY AE SOLDOUT ON ISI PAKISTAN/
ALL AFGHANS STAND WITH GHAZI AMANULLAH KHAN FOR FREEDOM OF INGLISH
NOW PAKISTAN ARE REPLACE OF ENGLISH/
THANKS

Fariba
میلمه
Fariba

كوم وخت چه طالبانو پركندز حمله وكړه او دكندزچوك ته دداخليدو په حال كي وه يوطالب چه د چوك په طرف روان دي او مخامخ دافغانستان ملي بيرغ ولاړ دي او سپيڅلي كلمه پرليكلي ده او دي واي چه اوس به صليبي بيرغ راوغورځوو او پرځاي به يي دامارات بيرغ ودرول شي همداسي يي هم وكړل بيرغ يي ترپښو لاندي او اور يي ورته واچاوه چيري وه داددين غاوران چه ورته ووايي داسلام توحين دي وكړ چه اوس په فوتوشاف كي عكسونه جوړوي او د دولتي پاكو او سپيڅلو څيرو توهين كوي كو م فدايي هغه چه دافغانستان مومين اولس… نور لوستل »

ضرار مکی
میلمه
ضرار مکی

داستا گناہ نہ دہ چہ حق باطل گرزیء او باطل حق، داستادبےدینہ مور او پلار تربیت دے، کنی نو مخکی لگ تاریخ مطا لعہ کہ۔دادعلماوء برکت دے چہ تہ نن پہ معاشرہ کی پہ یو خکلے نوم سرہ پاتے کیگے، کینی پہ کومو معاشرو کے چہ علماء نشتہ دھغوی خزہ نن پہ کوم کیفیت کے دہ امریکہ ھم نن دغہ غواڑی ستا دسر نہ لوپٹہ لرے کول غواڑی، ستاحیا او عفت سر عام خرسول غواڑی، کاش چہ ستا داسے د بے دینیء ذھن سازی نہ وے شوے۔

مرادى
میلمه

داديهودو روزل شوى سپي مقدسات سه پيژنى دوي ته خوصرف ډالرمقدس دى
الله،ج،دى تباګړى داکفار