روزګان کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې ټپي شوی ماشوم

طالبان د یوناما د ملکي تلفاتو راپور رد کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي یوه خبرپاڼه کې د یوناما هغه راپور رد کړ چې نن ورځ یې د کال ۲۰۱۷ د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو په اړه نشر کړ.

یوناما په خپل راپور کې ویلي وه چې د کال ۲۰۱۷ په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۲۴۳ ملکيانو ته مرګ ژوبلهاوښتې چې د هغو څخه یې ۴۳ د طالبانو له لوري را منځته شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه یو اړخیز راپور په کلکه ردوي او بې اساسه یې بولي ځکه چې په وینا یې یوناما یوازي په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې د ګډحکومت تر ولکې لاندي دي او راپور یې د« امریکایانو او د کابل ادارې داستخباراتو، د امنیتي ارګانونو د ویاندانو او هغو اشخاصو په معلوماتو ولاړ دی چې مخامخ له کابل ادارې حمایت کوي او په کاذبو معلوماتو خپرولو کې شهرت لري» .

او زیاته یې کړه : «د یوناما یو راپور هم له هغو سیمو څخه نه دی مستند شوی چې هغه د اسلامي امارت تر ولکې لاندې دي، په داسې حال کې چې دیرغلګرو لخوا اصلي وژنې او تباهۍ هغلته رامنځته کیږي او دجګړو ډګر هغه دی.».

باید وویل شي چې طالبانو هم د کال ۲۰۱۷ د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو راپور خپور کړی وو.

طالبانو په خپل راپور کې ویلي وه چې د کال ۲۰۱۷ په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۷۳۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې چې په هغو کې ۶۸۹ کسان وژل شوي دي او ۱۰۴۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو په راپور کې د ملکي تلفاتو ۷۳ سلنه پيښي د امریکایانو او دولتي ځواکونو ته منسوب شوي وې، قریب ۱۵ سلنه پيښې طالبانو او پاتې داعش او نورو ډلو ته منسوب شوي دي.

مجاهد پر یوناما تور پوري کړی چې د بشري موضوع سره سیاسي چلند کوي او هڅه کوي چې بهرنیان او د ګډحکومت ته د ملکي تلفاتو څخه تبرئه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې دا حقیقت له هیڅ چا هم پټ نه دی چې بهرني او کورني ځواکونو د افغانانو پر کورونو باندي چاپې اچوي، بمبارۍ کوي، د هاوان او ډیسي بمونو په واسطه ملکي اهداف په نښه کوي، د اربکیانو په واسطه ولس وژنه او ځورونه کوي او په لسګونو زره بېګناه افغانان یې بېله محکمې او پوښتنې په بندي خانو کې اچولي دي، خو پر دغه سربېره د یوناما اداره یوازي ۱۸ سلنه ملکي تلفات او جنایات د کابل ادارې ته منسوبه وي چې کاملا بې انصافي او یو اړخیز قضاوت دی.

باید وویل شي چې د یوناما اداره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې اداره ده چې ګډحکومت قانوني حکومت بولي او په وړاندي يې هر نوعه مقاومت تجریموي.

یوناما په خپل شپږ میاشتنې راپور کې بهرنیو ځواکونو ته توصیه کړې چې د افغان ځواکونو روزنې او قیادت ته ادامه ورکړي او د وسلوالو مخالفین په وړاندي د هغوی ظرفیت لوړ کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.