په کابل کې سیلابونو ۱۰ کسان مړه او ۷ نور ټپيان کړي دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): د طبیعي پيښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د بارانونو او سیلابونو له امله د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ۱۰ تنه مړه، اوه ټپيان او اوه نور لادرکه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عمر محمدي نن د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د سیلابونو له امله د هیواد په بېلا بیلو ولایتونو کې مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

د نوموړي په وینا د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ۴۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

محمدي زیاته کړه چې د تیرې اونۍ راهیسي په بدخشان ولایت کې ۱۶ تنه مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي او ۲۹۴ کورونه تخریب شوي دي.

نوموړي په پروان ولایت کې هم د سیلاب خبر ورکړی خو ویلي چې تر اوسه هلته کوم ځاني او مالي تلفات نه دي اوښتي.

محمدي وویل چې وزارت یې د سیلاب ځپلو سره د کومک لپاره ټیمونه لیږلي تر څو د اوښتو زیانونو ارزونه وکړي او بیا کومک ور ولیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.