په پاکستان کې سیلابونو ۸۱ کسان وژلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): د پاکستان د طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې نن د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې په تیرو ۲۲ ورځو کې د بارانونو او سیلابونو له امله د هیواد په بېلا بېلو برخو کې ۸۱ تنه وژل شوي.

دغه راپور چې رسنیو ته هم لیږل شوی، په وینا یې ۳۰ تنه په پنجاب کې، ۱۲ تنه په خیبر پښتونخوا کې، ۲۳ تنه بلوچستان او شپږ شپږ تنه په سنده ایالت او فاټا کې وژل شوي دي.

راپور زیاتوي چې د باران او سیلابونو له امله ۱۱۷ تنه ټپيان شوي، او ۱۰۳ کورونه ویجاړ شوي دي. په ټپيانو کې هم د پنجاب برخه زیاته وه ځکه چې ۷۷ تنه په کښي ټپيان شوي، په خیبرپښتونخوا کې ۱۴، سنده کې ۱۷، یو په ازاد کشمیر او ۸ په فاټا کې ټپيان شوي دي.

د طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې وړاندوینه کړې چې کیدای شي په بلوچستان او ډېره غازي خان کې شدید بارانونه وشي او د اړوندو مراجعو څخه یې غوښتي چې تیاری ونیسي او خلکو ته یې د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې هم سیلابونو ځاني او مالي تلفات اړولي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.