مصر: په دوه چاودنو کې ۱۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): د مصر په سیناء ایالت کې څلور عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د امنیتي سرچینو په وینا پيښه نن د دوشنبې په ورځ د سیناء په عریش ښار کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د پولیسو پر یوه موټر باندي ماین وچاودېد چې له امله یې یو عسکر مړ او درې ټپیان شول.

امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د لومړۍ چاودنې وروسته چې کله پولیس د پيښې په ځای کې را ټول شول ، یوه بله چاودنه پر وشوه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې پر مصري عسکرو باندي بریدونه زیات شوي چې له امله یې هره میاشت په لسګونو عسکر د وسلوالو پر لاس وژل کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.