عثماني: ایران د افغانستان سره پر مشترکو اوبو ۶۰۰ بندونه جوړ کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۶): د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر نن پارلمان ته د وینا پر مهال وویل چې ګاونډي هیواد د افغانستان سره پر مشترکو اوبو په خپل اړخ کې ۶۰۰ بندونه جوړ کړي دي چې له امله یې د افغانستان سرحدي ولایتونه د اوبو د کمښت سره مخ شوي دي.

نوموړي وویل چې افغانستان باید د فعالي دیپلوماسي له لاري د ایران او نورو ګاونډیانو سره د اوبو پر سر باندي بحث وکړي او زیاته یې کړه چې د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو معاهده باید سره کرښه وي چې په هیڅ ډول افغانستان تر تېر نه شي.

علي احمد عثماني د اوبو په اړه د حسن روحاني خبرې بې ځایه وبللې او د نوموړي څخه یې غوښتنه وکړه چې له بېځایه ادعاو څخه دي لاس واخلي، ځکه چې د افغانستان او ایران پر ګډو اوبو باندي ایران له مخکې لا تر ۶۰۰ زیات بندونه جوړ کړي دي.

نوموړي وویل ددې تر مخه چې مونږ د ایران او یا نورو هیوادونو سره د اوبو پر سر مذاکرات کوو، باید په کور دننه پر یوه خبره متفق او ملي اجماع را منځته کړو او همداسي خپلې اوبه اداره کړای شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.