
پنټاګان: د امريکايي پوځ شمېر راکموو
امريکايي رسنۍ وايي چې پنټاګان فيصله کړې چې خپل پوځ به د دوهمې نړيوالې جګړې په اندازه پريږدي.
رسنۍ وايي چې، د دفاع وزير چګ هيګل ويلي چې، د جګړه ييز ځواک شمېر له پنځه لکه شل زره راکموي او څلور لکه ۴۰ يا پنځوس زرو پورې کموي. چګ هيګل ويلي چې د افغانستان او عراق له جګړې وروسته امريکا د جګړې کوم ستر پلان نلري.
هيګل وايي چې، که کانګريس ومنله نو د پوځ شمېر دومره راکم کړي، څومره چې د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال و. د امريکا د دفاع وزارت يو کارکوونکي د نوم نه ښودلو به شرط ويلي چې تر ۲۰۱۷ م کال پورې به د امريکايي پوځ شمېر ۱۳ سلنه راکم شي.