ایراني عسکر د درې ملګرو وژلو وروسته د ځان وژنې هڅه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ایران په قزوین ولایت کې یوه ایراني عسکر خپل پر ملګرو ډزې کړي دې او بیا یې د ځان وژنې هڅه کړې چې د نوموړي په شمول په پېښه کې ۹ تنه ټپيان شوي دي.

د ایران خبري اژانس «مهر» ویلي چې د قزوین په آبیک پوځي اډه کې دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه) ماځیګر هغه مهال را منځته شوه کله چې یوه عسکر خپل پر ملګرو ډزې وکړې چې له امله یې ۸ تنه ټپيان شوه.

د علي مقدمي په نامه یوه امنیتي چارواکې ایراني اژانس ته ویلي چې د «ساسان خلیلي» په نامه یوه عسکر پر خپلو ملګرو ډزې وکړې او بیا یې پر ځان هم وکړي چې له امله یې ټول نهه کسه ټپيان شول، چې ټوله یې روغتونونو ته انتقال شول.

مقدمي زیاته کړه چې د ټپونو له امله تر اوسه ۳ تنه مړه دي، شپږ کسان ټپیان دي چې د هغو څخه هم د دوو نفرو د ژوند امکان ډېر کم دی.

نوموړي ویلي چې خپله بریدګر عسکر هم سخت ټپي شوی او په بد حالت کې یې جراحي عملیات روان دی.

باید وویل شي چې په ایران کې داسي پيښې ډیرې کمې را منځته کیږي، د سرچینې په وینا دوی نه پوهیږي چې دا پېښه به ولي را منځته شوي وې خو په اړه یې پلټنې روانې دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.